کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۹۶): کندهار ښاروالي پر یوه داسې پروګرام کار کوي چې له مخې یې د کندهار ښار سوېل ته پر ۱۲۰۰ هکتاره ځمکه زرغون کمربند جوړېږي.
دغه کمربند په هغې سیمه کې جوړېږي چېرې چې د رېګ پراخه سیمه پرته ده.
په دې اړه کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه زرغون کمربند به د چاپېریال په زرغونولو او د هوا په ښه والي کې مهم رول ولري.
هغه زیاته کړه، له دې سره به ښار ته د بادونو پر مهال د ګرمې هوا او رېګ د راتګ مخنیوی وشي، د اوبو جذب ته به زمینه برابره شي، د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی به وشي او اورښت به ورسره ډېر شي.
دی وايي، پر دې پروژه جدي کار کېږي څو له چاپېريالي پلوه د کندهار ښار راتلونکي ته متوجه ګواښونه کم شي.
نوموړي دغه راز وویل چې د پاک او زرغون ښار پروګرام له لارې د ښار شمال لوري ته د لویې ويالې دواړو غاړو ته زرګونه نيالګي ايښودل شوي او د کندهار پوهنتون تر څنګ د غازي امان الله خان په نوم د یوه ملي پارک جوړولو کار روان دی چې د چاپېريال په سمون کې لوی رول لري.
ښاروال د کندهار ښار ختیځ او لوېدیځ لوري ته د سرسبزۍ د پلان په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کدهار ښار له دوراهي تر هوايي ډګر پورې به د ۱۶ کیلومتره په واټن د سړک ګلدانونه په عصري بڼه سرسبزه کړل شي.
د ده په خبره، د ښار لوېديځ لوري ته له ډنډ څلورلارې تر ميرويس مېنې د ۶، ۷ او ۸ ناحيو په ساحو کې۱۱۰۰۰ نيالګي ږدي چې په قطره یی ډول به اوبه ورکول کېږي.
نوموړي دا هم وویل چې په تېرو دوو- درېیو کلونو کې په کندهار ښار کې۸۰ زره نيالګي ايښودل شوي، چې یوازې ۴۰ سلنه یې روزل شوي او زرغونه ساتل شوي دي.
دی وايي، د نيالګيو د وچېدو او ضايع کېدو لامل په سوداګریزو سیمو کې د خلکو نه پاملرنه ده.
خو ده ټینګار وکړ چې د نوې شنې ساحې د رامنځته کولو تر څنګ د پخوانۍ شنې ساحې ساتنه تر ټولو مهم کار دی او په شنو ساحو کې د استوګنې د ودانيو جوړول د منلو نه دي.
ښاروال له خلکو وغوښتل چې زراعتي او زرغونې سیمې دې د استوګنې پر سیمو نه بدلوي او په دې کار سره دې د کندهار ښاریانو ژوند له ګواښ سره نه مخ کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن