هرات (پژواک، ٢٨کب ٩٦): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او ٩ نور ټپيان دي.
د هرات امنيې قوماندانۍ د امنيت امر امين الله امين د يادې پېښې د پخلي تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته د شينډنډ ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.
نوموړى وايي چې دغه چاودنه په موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شوو توکو د چاودنې په سبب رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، تر اوسه پورې د چاودنې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
هغه څرګنده کړه چې د پېښې ټول وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي دي چې په وخت سره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن