کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي چې ١٣٩٦ لمريز کال د رسنيو ټولنې لپاره خونړى کال و، چې په کې ٢١ کسان وژل شوي او ٥٧ نور ټپيان شوي دي.
دغه څرګندونې نن په هغو مراسمو کې وشوې چې کابل کې د خبريالانو ورځې (د کب ٢٧ مه) د نمانځلو په موخه ترسره شوي و چې په کې دولتي چارواکو او د رسنيو ټولنې استازو هم ګډون درلود.
د افغانستان د خبريالانو مرکز اجرايي مشر احمد قريشي وويل: "په تېرو ١٢ مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د خبريالانو د تاوتريخوالي، ګواښلو، سپکاوي، فشار او پر رسنيزو مرکزونو د بريدونو ١٦١ قضيې ثبت شوې چې په کې د رسنيو کارکوونکو د وژل کېدو قضيې هم شاملې دي."
هغه زياته کړه: "په ١٣٩٦ لمريز کال کې په هېواد کې د رسنيو ٢١ کارکوونکي او خبريالان وژل شوي او دغه راز په ياده موده کې ٥٧ نور ټپيان شوي هم دي چې په ١٣٩٥ لمريز کال کې د ٩٥ پېښو له جملې اووه کسان وژل شوي و چې سږ کال د تېر کال په پرتله ستر توپير تر سترګو کېږي."
د خبريالانو د مرکز اجرايي مشر څرګنده کړه چې د خبريالانو د وژنې له ٢١ پېښو څخه يې د ١٦ پړه پر داعش ډلې او د پنځو نورو پر وسله والو مخالفينو اچول شوې ده او د ټپيانو له ډلې يې ٤١ کسان د داعش ډلې په ترهګريزو بريدونو او ١٣ نور يې د طالبانو په ترهګريزو فعاليتونو کې ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، د خبريالانو د سپکاوي ټولې ٢٣ پېښې د حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکو (پي پي اس) له لوري ترسره شوې او د ګواښ له ١٨ پېښو يې ١٠ پېښې د امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د پوليسو، شپږ مورد يې د طالبانو او دوه نور موارده يې د ناپېژاندو کسانو له لوري ترسره شوي چې په کې د راډيو ودانۍ سوځول شوې دي.
نوموړي څرګنده کړه، د خبريالانو نيولو د ١٥ قضيو له جملې يې شپږ پېښې د دولتي چارواکو له لوري، درې پېښې د ملي امنيت له لوري، دوه قضيې د پوليسو، دوه قضيې د ملي اردو او دغه راز دوه قضيې هم د غيردولتي بنسټونو له لوري ترسره شوې دي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز مشر په هېواد کې د ورته وضعيت له دوام د اندېښنې ترڅنګ وويل، د ناوړه چلند او تاوتريخوالي لوړه کچه او د خبريالانو ګواښل زموږ جدي ستونزه ده او حکومت بايد په هېواد کې د معافيت فرهنګ له منځه يوسي او له رسنيو پراخه ملاتړ وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستيال سيداقا حسين فاضل سانچارکي د خبريالانو له ورځې د نمانځنې د خوښۍ او د ياد قشر له هلو ځلو د ستاينې ترڅنګ وويل، په هېواد کې جګړه او نا امني د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي اصلي لاملونه دي.
د هغه په وينا، په افغانستان کې په وروستۍ يوه-نيمه لسيزه کې رسنيو ډېر پرمختګ کړى او د کيفيت له نظره يې فعاليتونه هم د قناعت وړ دي.
سانچارکي زياته کړه: "حکومت حاضر دى چې د تاوتريخوالي پېښو ته لاسرسى وکړي او د خبريالانو او رسنيو ملاتړ وکړي، د رسنيو او خبريالانو د خونديتوب او امنيت ګډې کمېټې له لوري د شا وخوا زرو قضيو څېړل؛ ورته وضعيت ته د بشپړې پاملرنې په معنا دى."
د کلني راپور له نورو جزياتو د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دغې نښاني ته مراجعه وکړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن