دويم تعقيبي- جلال اباد (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله د حزب اسلامي څلور پلويان وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د بهسودو پله ته څېرمه چاودنه وشوه.
هغه وايي چې دغه چاودېدونکي توکي په يو موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او پر ملکي خلکو یې چاودنه کړې ده.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي چې د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په سيمه کې يوه عيني شاهد احمد الله پژاوک ته وويل چې چاودنه د حزب اسلامي د پلويانو پر کاسټر موټر شوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
داسې مهال دغه چاودنه ترسره کېږي چې د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار نن په جلال اباد ښار کې لويه غونډه را بللې وه چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړی و.
د يادونې ده، له چاودنې څو شېبې وړاندې د حکمتيار غونډه خلاصه شوې وه او خلک د خپلو کورونو پر لور روان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن