ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال مبين : شمال زون کې داعش وسله وال ځپل شوي

جنرال مبين : شمال زون کې داعش وسله وال ځپل شوي

author avatar
19 Mar 2018 - 18:06
جنرال مبين : شمال زون کې داعش وسله وال ځپل شوي
author avatar
19 Mar 2018 - 18:06

مزارشريف (پژواک، ۲۸ کب، ۹۶) : د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي چې په تېر يو کال کې يې د شويو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د دولت سلګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د شاهين قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبين د کب په ۲۷مه، په خبري ناسته کې وويل، په شمال زون کې د دولت وسله والو مخالفينو د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې روحيه بايللې ده.

نوموړي زياته کړه چې په روان کال کې يې د شمال او شمال ختيځ زونونو په نهو ولايتونو کې د خالد په نامه د ترسره شويو عملياتو په لړۍ کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګه ژوبله اړولې ده.

د هغه په وينا، څه باندې درې زره وسله وال مخالفين يې وژلي، څه باندې دوه زره يې ټپيان کړي دي.

جنرال مبين وويل، په دغو مخالفينو کې د طالبانو او داعش ډلې وسله وال شامل دي.

نوموړي زياته کړه، دوی له دښمن څخه د عملياتو پر مهال ۵۰۰ عرادې بېلا بېل موټر هم نيولي دي.

هغه که څه هم د شمال امنيت د تېر کال په پرتله ښه وګاڼه ، خو د دغه زون  فارياب، جوزجان، کندوز او بدخشان ولايتونه يې لا هم له امنيتي ګواښ سره مخ وبلل.

د شاهين قول اردو قوماندان د شمال زون په جوزجان ولايت کې د داعش وسله والو شتون او فعاليت پخلی وکړ.

نوموړي زياته کړه چې د دغه ولايت په درزاب او قوش تېپه ولسواليو کې داعش وسله وال فعاليت لري.

خو هغه ډاډ ورکړ چې په يادو ولسواليو کې يې د داعش د فعاليتونو پر وړاندې سخت عمليات پيل کړي دي.

جنرال مبين وويل، درې ورځې يې وړاندې يې د شويو عملياتو په ترڅ کې ۴۰ داعش وسله وال وژلي او د جوزجان ۴۰ کلي يې له دوی پاک کړي دي.

نوموړي همداراز د شمال زون لويې لارې د وسله والو مخالفينو له ولکې لرې وګڼلې او خلکو ته يې ډاډ ورکړ  چې په ټوله معنا د امن په فضا کې پرې تګ راتګ کولی شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.