ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: پارلمان د پېر او پلور پر مرکز بدل شوی

حکمتیار: پارلمان د پېر او پلور پر مرکز بدل شوی

author avatar
19 Mar 2018 - 16:39
حکمتیار: پارلمان د پېر او پلور پر مرکز بدل شوی
author avatar
19 Mar 2018 - 16:39

جلال اباد (پژواک، ۲۸ کب ۹۶): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي چې اوسنی پارلمان د پلور او پېر مرکز ګرځېدلی، ولس پرې شرمېږي او وايي چې یوازې رڼې ټاکنې کولی شي له دغه ناورینه افغانان وژغوري.

حکمتيار چې نن (د کب ۲۸مه) يې په جلال اباد ښار کې د خپلو زرګونه پلويانو په يوه غونډه کې خبرې کولې، دغه راز يې پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې د سولې له بهير سره يو ځای شي.

په ياده غونډه کې چې د جلال اباد ښار د فوټبال په لوبغالي کې جوړه شوې وه، د ننګرهار پر والي سربېره په کې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو زرګونو کسانو ګډون کړی و.

حکمتيار دې غونډې ته په ويناکې پر تېرو ټاکنو نيوکې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې حکومت دې دغه ځل رڼو ټاکنو ته زمينه سازي وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې هر کانديد د ځان لپاره صندوقونه په خپله ډک کړي.

هغه پر اوسني پارلمان توندې نيوکې وکړې او هغه يې د پلور او پېر مرکز ياد کړ. دغه راز يې له خلکو وغوښتل چې د ټاکنو پر مهال داسې چا ته رايه ورکړي چې ولس ته وفادار، رښتينی او د ښې سابقې لرونکی وي.

نوموړي زياته کړه: ((ولس دروند، پتمن او عزتمند پارلمان غواړي، ولس پر اوسني پارلمان شرمېږي، پارلمان د پلور او پېر پر مرکز بدل شوی، خو له دغه پارلمان څخه د خلاصي يوازېنۍ لار په ټاکنو کې داسې چا ته رايه ورکول دي چې صادق وي.))

د حزب اسلامي مشر دغه راز پر حکومت هم غږ وکړ چې رڼو او سراسري ټاکنو ته زمينه برابره کړي او له هغو ټاکنو سره يې مخالفت څرګند کړ چې په وينا يې کډوال او د نا امنو سيمو خلک ترې بې برخې پاتې کېږي.

انجنير ګلبدين حکمتيار د ملي وحدت حکومت هم تر خپلو نيوکو لاندې راوست او هغه يې د ولس په رايه نه، بلکې د امريکا د بهرنيو چارو د پخواني وزير جان کيري په امر جوړ شوی وباله.

هغه له حکومت سره د سولې په تړاو د خپل حزب د تړون له امله د ولسمشر اشرف غني له هڅو مننه وکړه او دغه راز يې د سولې په تړاو د نوموړي له وروستي عمل څخه چې طالبانو ته يې د سولې طرحه وړاندې کړې ده، هم هرکلی او ملاتړ وکړ.

د حکمتيار په وينا، له افغان حکومت سره يې د سولې تړون ډېر سخت کار و؛ ځکه چې پر وړاندې يې ډېر خنډونه او د داخلي او بهرنيو کړيو ناکام کوښښونه موجود وو.

يادې غونډې ته د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، شاوخوا یو نیم کال وړاندې د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار یو ځای کېدل او بیا د سولې او امن کور ننګرهار کې را څرګندېدل د هېواد په تاریخ کې له تاریخي او بریالیو ورځو څخه شمېرل کېږي .

نوموړي همدا راز د حزب اسلامي له امیر څخه وغوښتل څو هغه وسله وال طالبان چې د جهاد پر مهال له نوموړي سره ملګري وو، هم د سولې له پروسې سره پر یو ځای کولو کې له حکومت سره همکاري وکړي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.