ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خپلواک: ١٣٩٧ کال به په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو کال وي

خپلواک: ١٣٩٧ کال به په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو کال وي

author avatar
19 Mar 2018 - 19:46
خپلواک: ١٣٩٧ کال به په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو کال وي
author avatar
19 Mar 2018 - 19:46

کابل (پژواک ٢٨ کب ٩٦): د سولې عالي شورا ١٣٩٧ لمريز کال په افغانستان کې د سولې کال بللى او ويلي يې دي چې د افغان حکومت د سولې له طرحې سره د طالبانو د هوکړې په صورت کې به د دغو خبرو اترو لپاره هر ډول اسانتياوې رامنځته شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د روانې مياشتې په نهمه نېټه کابل کې د "کابل پروسې" په دويمه ناسته کې چې د شاوخوا ٢٥ نورو هېوادونو چارواکو هم په کې ګډون درلود، وسله والو طالبانو ته د سولې طرحه وړاندې کړه او ويې ويل، افغان دولت له کوم شرط پرته له وسله والو طالبانو سره اوربند ته چمتو دى او له دوى سره هرځاى کې سولې کولو ته چمتو دى.

د اساسي قانون تعديل، د طالب زندانيانو خوشي کول او د نړيوالې ټولنې له تور لېست د دغې ډلې د چارواکو د نومونو لرې کول د يادې طرحې له نورو عمده مواردو ګڼل کې چې ولسمشر په ياده غونډه کې مطرح کړې.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک نن په کابل کې د افغانستان د عالمانو له شورا سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، طالبان بايد د اسلام اساساتو، ملي ګټو او مصالحو ته په پام سره د افغانستان خلکو او دولت د سولې غږ ته لبيک ووايي.

نوموړي زياته کړه: "د کابل پروسې له دويمې ناستې وروسته موږ د وسله والو طالبانو مستقيم ځواب ته منتظر يو، که چېرې خبرو اترو ته چمتو وو، موږ د خبرو لپاره هر ډول اسانتياوو او امکاناتو ته چمتووالى لرو، که چېرې سولې او خبرو ته چمتو نه وو، دغې ډلې ته به چې د الله امر (سوله) نه مني، هر ډول امکانات او دفتر شتون ونه لري."

د هغه په وينا، که څه هم په قطر کې د طالبانو دفتر موجود دى، خو د طالبانو د قطر دفتر له افغان حکومت سره د طالبانو دفتر نه ګڼل کېږي.

هغه زياته کړه: "له ډېر وخت راهيسې د وسله والو طالبانو يو شمېر کسان په قطر کې موجود دي، خو په قطر کې د يادې ډلې رسمي دفتر خلاص نه دى."

د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر د هيلې څرګندولو ترڅنګ وويل، ١٣٩٧ لمريز کال به په افغانستان کې د سولې او خبرو اترو کال وي او د سولې عالي شورا د طالبانو ځواب ته منتظره ده.

خپلواک څرګنده کړه، په وروستيو شپږو مياشتو کې د عالمانو، قومي مشرانو، ښځو، مدني بنسټونو، سياسي جريانونو او رسنيو په ګډون د ټولنې ټولو قشرونو په هېواد کې د سولې ټينګښت په موخه د ملي اجماع رامنځته کولو لپاره هلې ځلې وکړې.

د هغه په وينا، په ٣٥٠ مشورتي ناستو کې چې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره ترسره شوې، د سولې پر باعزته خبرو اترو ټينګار شوى، څو طالبان هم د دې لړۍ يوه برخه شي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې په هېواد کې د سولې ټينګښت لپاره د نورو هېوادونو له عالمانو سره اړيکې  نيول شوې، زياته کړه: "په وروستيو اړيکو کې چې د اندونيزيا د سترو عالمانو له مرکزونو سره مو درلودې، د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا عالمانو درې اړخيزه ناسته په جاکارتا کې ولرو او له هغې وروسته د اسلامي هېوادونو د عالمانو ناستې ته زمينه برابره شي."

د هغه په وينا، په هغه ناسته کې چې ټاکل شوې په راتلونکو درې مياشتو کې د اسلامي هېوادونو د سازمان له لوري ترسره شي او په کې به له وسله والو مخالفينو سره د افغانستان له سولې لړۍ ملاتړ وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.