کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٦) د وزيرانو شورا د اقتصادي فرعي غونډې له زړو ټايرونو څخه د تېلو، فولادي سيخ او کاربن توليدلو طرحه تاييد کړه او ترڅنګ يې لارښوونه وکړه چې د زړو ټايرونو صادرات او قاچاق دې بند شي.
له اجرائيه رياست څخه د کب په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وزیرانو شورا د اقتصادي فرعي کمېټې ناسته د اجرائيه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د فاروق اعظم شرکت هغه طرحه تایید شوه، چې له مخې یې د کابل په کلکان ولسوالۍ کې له زړو ټایرونو څخه تېل، فولادي سیخ او کاربن تولیدوي.
سرچينه زياتوي، دغه شرکت د چاپېریال ساتنې په ګډون د نورو اړوندو ادارو جوازونه ترلاسه کړي او ډاډ یې ورکړى چې د چاپېریال ساتنې لپاره به بشپړه پاملرنه کوي او هم به ټول کورني اصول او مقررات په پام کې نیسي.
اجرائيه ريیس لارښوونه وکړه چې د زړو ټایرونو صادرات او قاچاق په قطعي ډول له دې وروسته بند دي او ټولې اړونده ادارې باید په دې برخه کې همکاري وکړي، څو په کور دننه په دې برخه کې شته فابریکې په پښو ودرېږي.
دغه راز په دې ناسته کې په هرات کې د دیان وړو فابریکې د ځمکې په اړه بحث وشو او یادې فابریکې غوښتنلیک وړاندې شو چې له دوی سره په ١٣٨٩ کال کې د شوې هوکړې له مخې دې هغه لس جریبه ځمکه د دوی د فعالیت لپاره ورکړل شي چې یاد شرکت پرې احاطه هم کړې ده.
اجرائيه رييس د اقتصاد، سوداګرۍ او عدلیې وزارتونو، اراضۍ، سیمه ییزو ارګانونو، سوداګریزو خونو او د صنایعو د خونې په ګډون یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې دغه مسئله وڅېړي او خپل راپور اجرائيه رئيس ته وړاندې کړي.
د خبرپاڼې په حواله، په دې غونډه کې اجرائيه رييس له ټولو دولتي ادارو وغوښتل چې د خپلو ودانیزو پروژو د تدارکاتي چارو د ښه ترسره کېدو لپاره د افغانستان د ساختماني سکتور د شفافیت له نوښت سره همکاري وکړي.
نوموړو ټولو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د خصوصي سکتور له نوښتونو ملاتړ او ورسره د اسانتیاوو په برابرولو کې همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن