ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ ودانۍ لا هم ویجاړه پرته ده

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ ودانۍ لا هم ویجاړه پرته ده

author avatar
19 Mar 2018 - 13:30
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ ودانۍ لا هم ویجاړه پرته ده
author avatar
19 Mar 2018 - 13:30

ګردېز (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): د پکتيا پر امنيې قوماندانۍ له لوی موټربم بريد څلور مياشتې تېرېږي، خو د قوماندانۍ ودانۍ او نور ويجاړ شوي ځايونه پر خپل حال پاتې دي او د رغونې لپاره يې هېڅ اقدام نه دى شوى.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د ودانۍ نه شتون، پوليس او مراجعين له سختو ستونزو سره مخ کړي او اداري چارې يې ټکنۍ کړې دي.

تر بريد وروسته ګردېز ته په سفر کې اجرائيه رييس عبدالله عبدالله او د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک ژمنې کړې وې چې ژر به د ويجاړو ځايونو د رغونې او د امنيې قوماندانۍ لپاره د نوې ودانۍ چارې پيل کړي، خو تر اوسه نه يوازې تعمير نه دی رغول شوی، بلکې په بريد کې ويجاړ شوي هر څه په هماغه لومړني حالت پراته دي.

کابو مياشت وړاندې د پکتيا د نوي امنيه قوماندان د پېژندګلوۍ په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي مرستيال جنرال مرادعلي مراد هم د قوماندانۍ پر ويجاړ حالت خواشيني څرګنده کړه او ويلي يې و چې دغه حالت ورته د منلو نه دی او هر څه ژر به يې د رغولو او سمون لپاره اقدامات وشي.

مراد پژواک ته ويلي وو: ((په بريد کې د قوماندانۍ ويجاړه شوې ودانۍ او شاوخوا ځايونو د بيارغونې هېڅ کارونه نه دي شوي او پر دې زه ناراضه يم.))

خو نن (د کب ٢٨مه) د پکتيا والي شميم خان کټوازي پر کورنيو چارو وزارت کلکه نيوکه وکړه چې د امنيې قوماندانۍ د رغونې په اړه له بيا، بيا ژمنو سره يې هېڅ پام نه دی کړی او ويجاړ شوي ځايونه لا هم پر خپل حال پاتې دي.

دی وايي: ((په پکتيا کې د هېواد په کچه بې ساری او وحشيانه بريد وشو او زموږ ګڼ هېوادوال يې شهيدان او ټپيان کړل، خو کورنيو چارو وزارت تر اوسه د يو مېخ مرسته هم نه ده کړې او هر څه پر خپل حال پاتې دي.))

د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري وايي چې د امنيې قوماندانۍ له ويجاړېدو سره نه يوازې اداري چارې پر وخت نه ترسره کېږي، بلکې د پوليسو پر روحيه هم ناوړه اغېز کوي.

قادري پژواک ته وويل: ((اداري شعبې نشته چې کارونه په کې ترسره شي، مامورينو د باندې مېز او څوکۍ ايښي وي، د قوماندانۍ کنډ او کپر حالت پر مراجعه کوونکو خلکو او خپله پوليسو ډېر ناوړه او منفي تاثير کوي، دا واقعاً ډېره د خپګان خبره ده چې تر اوسه يوه تېږه هم له ځايه نه ده ايسته شوې.)) ‎

همدارنګه د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکى عابد چې د پاسپورټ جوړولو لپاره يې قوماندانۍ ته مراجعه کړې، وايي چې د اداري شعبو د لازم ځاى د نشتوالي له امله کارونه ډېر په ځنډ کې خلاصېږي.

عابد وويل چې د قوماندانۍ د خراب حالت په ليدو يې د نورو په څېر بد او د يو ډول وېرې احساس درلود او د وران شوو ځايونو پر بيارغونه ټينګار کوي.

نوموړي زياته کړه: ((تر څه وخت مخکې پورې به يو، يو مېز د باندې ايښى و او مامور به ورته ناست و، ټول خلک او کارمندان يو ډول ستړي ښکارېدل او د قوماندانۍ بد حالت ډېر بد تاثير کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.