شبرغان (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): د جوزجان ولايت چارواکي وايي چې د ولايت په مرکز شبرغان ښار کې يوې اتلس کلنې ښځې د چره يي ټوپک په وسيله ځان وژنه کړې ده.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښځه د سرپل ولايت اصلي اوسېدونکې ده او اوس يې د شبرغان ښار په سخي اباد کلي کې ژوند کاوه.
هغه زياته کړه چې یادې ښځې له یو کال راهیسې واده کړى و، خو اولاد يې نه درلود.
د والي وياند وويل چې تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه، خو کله چې ځان وژنه کوي، د کورنۍ نور غړي یې سمدستي پولیسو ته خبر ورکوي.
غفوري وويل چې د پېښې په تړاو يې څوک نه دي نيولي او نه هم د نجلۍ پلار پوليسو ته شکيات کړى، خو د پېښې په تړاو څېړنې پيل شوې دي.
د جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو لپاره د بشري حقونو سازمان مسوولې مغفرت صميمي پژواک ته وويل چې ممکن دغه قضيه د تاوتريخوالي په سبب رامنځته شوې وي چې د امنيتي ارګانونو څېړنې ته اړتيا لري.
د روان کال له پيله تر دې دمه په جوزجان کې پنځو ښځو د تاوتريخوالي په سبب ځان وژنه کړې او پنځه نورې وژل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن