ميدان ښار (پژاوک، ٢٨ کب ٩٦): د کابل –غزني پر لويه لاره د ميدان وردګو ساحه کې د ترافيکي پېښې له امله د ماشومانو په ګډون ١٧ کسان ټپيان شوي دي.
د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې د نرخ ولسوالۍ اړوند د بادام سیمه کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
هغه وايي: ((دوو ټونس موټرو مخامخ ټکر کړی دی.))
ده وويل چې په دې پېښه کې د پنځو ماشومانو په ګډون ١٧ کسان ټپيان شوي چې د څلورو روغتيايي وضعيت ښه نه دى.
د بادام سيمې يو اوسېدونکي محب الله پژواک ته وويل چې پېښه د کابل- کندهار پر عمومي سړک رامنځته شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ډېر کسان ټپيان شوي چې وضعيت يې ښه نه و.
د يادونې ده، ډېری مهال دغه ډول پېښې د سړکونو د خرابوالي او موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن