کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): يوه نوې ترسره شوې څېړنه ښيي چې له ٤٧ سلنه زياتو خلکو له اوسني وضعيت د وتلو يوازېنۍ لار د رڼو ټاکنو ترسره کول بللي، خو ٤٥ نور اوسېدونکي د ټاکنو کمېسيون د نه خپلواکۍ له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه څېړنيز راپور د افغانستان د مشورې او څېړنيزې موسسې له لوري د "پر ټاکنيزې پروسې د اغېز عواملو څېړل" تر عنوان لاندې چې د څلورو مياشتو په ترڅ کې په ټول هېواد کې د ټولنې له ٣١٤ بېلابېلو قشرونو سره مرکه شوې؛ ترسره شوى دى.
دغه څېړنه ښيي چې په منځني ډول ٢٥ سلنه مرکه کوونکو د مطرح شوو مسايلو په اړه کوم نظر نه دى وړاندې کړى او يا يې د نظر څرګندونه نه ده کړې چې دغه کار د ټاکنو په لړۍ کې د دوى نه لېوالتيا په ګوته کوي.
څېړنه ښيي چې ٤٧،٧ سلنه مرکه کوونکي، له اوسنيو شرايطو د وتلو يوازېنۍ لاره د رڼو ټاکنو ترسره کول بولي، خو ٤٧،١ سلنه خلک په دې باور دي چې د خلکو د رايو په پام کې نه نيول او د ټاکنو نه ترسره کول به هېواد کړکېچ او بحران ته بوځي.
ددغه څېړنې له مخې، ٤٤.٩ سلنه خلکو د ټاکنيزو کمېسيونونو د ناتوالۍ او د خپلواکۍ په باب د شته پوښتنو په تړاو اندېښنه ښودلې او په ټاکنيزو بنسټونو کې يې په ظرفيت جوړونه او ټاکنيزې پروسې پر روڼتيا ټينګار کړى دى.
هغه زياته کړه چې ګډونوالو د کمېسيون د غړو د وړتيا ټيټوالى او د خپلواکۍ نشتوالى، د نړيوالو همکارانو د تخنيکي همکاريو او څارنې کمښت، د ټاکنو پر روڼتيا د خلکو د باور کمښت، امنيتي ننګونې، د ټاکنو پروسه کې د زور واکو نا قانونه لاسوهنه، فساد، د خلکو بې سوادي او په ټاکنو کې د ګوندونو پيکه نقش، د ټاکنو پروسې له منفي لاملونو ياد کړي دي.
د افغانستان د څېړنيزې او مشورتي موسسې مشر عبدالقهار سروري په نننۍ ناسته کې وړانديز وکړ چې د ټاکنو له تر سره کېدو وړاندې بايد دولت د نړيوالې ټولنې او مدني بنسټونو په تخنيکي همکارۍ سره د پلې کېدو وړ ټاکنيز پروګرام جوړ او خلکو ته وړاندې کړي، څو د د ټاکنيزو کمېسيونونو پر خپلواکۍ د خلکو زيات باور جلب شي.
هغه په ټاکنيزو چارو کې د زور واکو او ځايي چارواکو په ځانګړي ډول د نوماندانو له لوري د لاسوهنې، تعصبي، ژبنيو او قومي پروګرامونو د مخنيوي لپاره يوه کره مکانيزم چمتو او د ټاکنو په اړه په ټول هېواد کې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون منشي او وياند علي رضا روحاني چې په ننۍ ناسته کې يې خبرې کولې، د ټاکنو په تړاو يې د افغانستان د څېړنيزې او مشورتي موسسې له څېړنې هر کلى وکړ او وويل چې کوښښ کوي، څو هغه وړانديزونه چې څېړنه کې د کمېسيون په اړه شوي، عملي کړي.
نوموړي د ټاکنو تر سره کېدو لپاره له وړاندې ټاکل شوې نېټې د بدلون په اړه اندېښنه وښوده چې له مخې يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مکلف و، څو ټاکنې په خپل وخت سره تر سره کړي، خو له بده مرغه چې څو ځله وځنډېده.
د ټاکنو کمېسيون د ٩٧ کال د چنګاښ ١٦مه نېټه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره اعلان کړې وه، خو تېره ورځ يې وويل چې ښايي ټاکنې په درېيو مياشت ځنډ سره په تله مياشت کې تر سره شي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسيون سره د خپل کمېسيون د همغږۍ پر نشتوالي نيوکه وکړه او وويل:((لا هم له ټاکنو خپلواک کمېسيون سره همغږي نه لرو، خو دوى ژمنه کړې چې له ې وروسته به راسره همغږي زياته کړه.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن