ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي په هلمند کې لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

چارواکي په هلمند کې لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

author avatar
19 Mar 2018 - 14:35
چارواکي په هلمند کې لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي
author avatar
19 Mar 2018 - 14:35

لښکرګاه (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): د هلمند حکومتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ٣٢ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان ځواکونو تېره ورځ او تېره شپه د مارجې ولسوالۍ د وکيل وزير په څلورلاره کې هوايي او ځمکني عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دې عملياتو کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي، يو شمېر نور ټپيان دي او لسګونه کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ کړاى شوي دي.

نوموړي دغه راز وويل د هلمند- کندهار لويې لارې په اوږدو کي هم پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ده زياته کړه چې د نادعلي ولسوالۍ په شين ګل پمپ سیمه کې هم دوه طالبان د عملياتو پر مهال وژل شوي.

نوموړي وويل چې په دې پېښو کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک د طالبانو د يادې مرګ ژوبلي د پخلي تر څنګ وويل چې په مارجې ولسوالۍ کې يو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه د وسله والو طالبانو پر ضد په بېلابېلو سيمو کې عمليات روان دي چې تر اوسه يې ښې پايلې درلودې.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په نادعلي، مارجې او ناوې ولسواليو کې طالبانو ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.