ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د وسله‌والو قواو په لیکو کې تفرقه، سیاست او کوچني هویتونه ځای نه لري

ولسمشر: د وسله‌والو قواو په لیکو کې تفرقه، سیاست او کوچني هویتونه ځای نه لري

author avatar
20 Mar 2018 - 20:09
ولسمشر: د وسله‌والو قواو په لیکو کې تفرقه، سیاست او کوچني هویتونه ځای نه لري
author avatar
20 Mar 2018 - 20:09

کابل (پژواک ٢٩ کب ٩٦): ولسمشر غني له کورنيو چارو وزارت د عامه نظم قومندانۍ علم شريف ملي دفاع وزارت ته د سپارلو په مراسمو کې وويل چې ملي دفاع وزارت ته د عامه نظم قومندانۍ د انتقال هدف د واحدې قومندې رامنځته کول دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر او د وسله‌والو ځواکو اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په حضور کې له کورنیو چارو وزارت څخه د عامه نظم قومندانۍ علم شریف ملي دفاع وزارت ته وسپارل شو.

سرچينه کاږي، دغه مراسم چې د ملي دفاع وزارت په مقر کې جوړ شوي وو، جمهور رئیس وویل، د عامه نظم قومندانۍ له انتقال سره د کورنیو چارو وزارت اهمیت زیات شوی، ځکه پخوا دا وزارت له اصلي دندې چې د قانون نافذول وو، وروسته پاتې وو او د ده توجه تل په کورنیو چارو وزارت متمرکزه وه.

ده څرګنده کړه، د وسله‌والو ځواکونو ځای پرځای کول باید ناسم تعبیر نه شي، په کورنیو چارو وزارت سرتاسري پانګونه کېږي.

دى وايي: "زما لارښوونه دا ده چې له پولیسو هراړخیز ملاتړ وشي او باید تلفات راټیټ شي او ستاسې له هر فرد څخه ساتنه زموږ ملي او اسلامي وجیبه ده."

هغه زیاته کړه، د عامه نظم قومندانۍ د انتقال هدف د واحدې قومندې ایجاد دی، ځکه تر هغو چې واحده قومنده نه وي، زموږ وسله‌وال ځواکونه هدف ته نه شي رسېدی. 

نوموړي د مسوولیت او صلاحیت پر تفکیک، واحد پلان جوړولو او په واحدې او منسجمې سوق او ادارې ټینګار وکړ.

ده وویل، عامه نظم به د کمانډو او ځانګړې قوا سره په همغږۍ ښه ظرفیت جوړ کړي، ترڅو سیمې په اساسي ډول وساتي او دا ځواکونه به په ښو تجهیزاتو مجهز شي.

دى زياتوي: "خلک، دولت، امنیتي او دفاعي ځواکونه باید واحد صف ولري او نن د ویاړ ځای دی چې خلک په بې ساري ډول له خپلو وسله‌والو ځواکونو څخه ملاتړ کوي، زه د خلکو څخه د هغو د ملاتړ له امله مننه کوم او له تاسې هم مننه کوم چې دغه باور مو رامنځته کړی دی."

د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان زیاته کړه، زموږ د وسله‌والو قواو په لیکو کې تفرقه، سیاست او کوچني هویتونه ځای نه لري او زموږ ځواکونو باید یوازې د افغانستان بیرغ او علم شریف ته ژمن وي.

غني وویل، اصلاحات زموږ د کار په لومړیتوب کې قرار لري او له اداري فساد سره مبارزه حیاتي بحث دی، اړتیا ده اساسي اصلاحات رامنځته شي چې د څلور کلن امنیتي پلان سره سم به راتلونکی کال کې دغه اصلاحات عملي شي.

هغه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او سرښندنې وستایلې، وې ویل، ۱۳۹۶ کال سخت و، خو ستاسې د قربانیو له برکته د بریالیتوب جهت وټاکل شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.