ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ۱۳۹۶ کال کې پولیسو ٢٧زره مجرمین نیولي او ۱۴زره مخالفین یې وژلي”

“په ۱۳۹۶ کال کې پولیسو ٢٧زره مجرمین نیولي او ۱۴زره مخالفین یې وژلي”

author avatar
20 Mar 2018 - 17:06
“په ۱۳۹۶ کال کې پولیسو ٢٧زره مجرمین نیولي او ۱۴زره مخالفین یې وژلي”
author avatar
20 Mar 2018 - 17:06

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۹۶): د کورنيو چارو وزارت وايي، پوليسو ۱۳۹۶ کال د وسله والو مخالفينو، نشه يي توکو قاچاقچيانو او جنايي مجرمينو په ګډون ٢٧ زره کسان نيولي او نږدې ١٤زره مخالفين يې وژلي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې پوليسو په روان ۱۳۹۶ کال کې په خپلواکو او له نورو ځواکونو سره په ګډه یې ۵۵۰۰ عمليات ترسره کړي دي.

دى وايي چې په دغو عملياتو کې ۱۳۶۰۰ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۵۹۰۰ ټپيان او ۲۱۰۰ نور ژوندي نيول شوي دي.

د ده په وينا، پوليسو د دې علمياتو پر مهال۴۲۰۰ ماينونه کشف کړي، ۱۸۰۰ميله بېلابېل ډول وسلې، ۱۳۱ موټر، ۱۷۲ مخابرې او يوه اندازه مهمات ترلاسه کړي دي.

دغه راز هغه وويل چې پوليسو په دې موده کې د نهو ځانمرګو بريدونه مخنيوی کړى دی.

دانش وايي، روان کال په ټول هېواد کې د ۱۵۵۰۰ جنايي پېښو په تړاو ۲۲زره کسان نيول شوي او درې زره نورې جنايي پېښې تر څېړنو لاندې دي.

ده زياته کړه چې له يادو ١٥٥٠٠ پېښو څخه ۳۱۰۰ په کابل کې وې.

هغه وويل، د کورنيو چارو د تفتيش رياست په دې موده کې د فساد ۱۳۲ قضيو په تړاو د دغه وزارت ۱۷۰ تنه نيولي او څارنوالۍ ته يې معرفي کړي دي.

دانش وايي: "په دې کسانو کې څلور جنرالان، ۹۸ افسران، ۵۲ ساتنمنان او پاتې يې ملکي کارکوونکي دي."

دی زياتوي، په دې موده کې پوليسو د څه باندې ۲۷۰۰ عملياتو پر مهال ۳۰۰ ټنه نشه يي توکي او په تړاو يې نږدې ۳۱۰۰ تنه نيولي دي.

دي وايي په نيول شوو کسانو کې ۷۲ د عامه خدماتو کار کوونکي، ۵۰ مېرمنې او اته بهرنيان شامل دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، پوليسو په دې موده کې د نشه يي توکو د پروسس ۵۰ لابراتوارونه او ۱۲ د نشه يي توکو زېرمې تخريب کړي، ۲۱۷ ميله وسلې او ۴۷۸ موټر يې نيولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.