ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د لښکرګاه ښار پاکولو او سمسورتیا په موخه ۶۰۰ ځوانان ګومارل شوي

​د لښکرګاه ښار پاکولو او سمسورتیا په موخه ۶۰۰ ځوانان ګومارل شوي

author avatar
20 Mar 2018 - 16:42
​د لښکرګاه ښار پاکولو او سمسورتیا په موخه ۶۰۰ ځوانان ګومارل شوي
author avatar
20 Mar 2018 - 16:42

لښکرګاه (پژواک، ٢٩ کب ٩٦): هلمند کې د لښکرګاه ښار د پاکولو او سمسورتيا په موخه شپږ سوه ځوانان پر دندو وګومارل شول.

د دغو ځوانانو تنخواوې د ملګرو ملتونو د هبيتات ادارې له لوري ورکول کېږي.

په لښکرګاه کې د هبيتات ادارې مشر عبدالمنان د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نوي ګومارل شوي شپږ سوه کسان د سيمه ييزو شوراګانو له خوا دوى ته معرفي شوي دي.

هغه وايي: ((موږ له ښاروالۍ سره په تفاهم کې ١٦ شوراګانې جوړې کړې چې درې يې د ښځو دي او دغه کسان هم د همدې شوراګانو له خوا موږ ته معرفي شوي دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه اداره په پام کې لري چې له همدې شوراګانو سره په تفاهم کې درې سوه نور ځوانان هم د ښار پاکولو په برخه کې پر دندو وګوماري.

هغه وايي: ((دغه نوي کارګر، لارې او کوڅې پاکوي، نيالګي اوبه کوي او جرونه پاکوي، څو ښار ښکلى او پاک شي.))

د نوموړي په وينا، دغو کارګرانو ته د مياشتې لس زره افغانۍ تنخوا ورکول کېږي او هره ورځ به څارل کېږي څو په سمه توګه کار وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند ولايتي شورا يوه غړي محمد حسين عليزاده وويل چې د هبيتات ادارې دغه چاره کولاى شي د ښار بڼه بدله او ښکلې کړي.

هغه د ښار له اوسېدونکو هم غوښتنه وکړه چې له دې ډلې سره مرسته وکړي، د تازه اېښودل شوو نیالګیو پالنه وکړي، څو د ښار په بڼه کې مثبت تغييرات راشي.

د لښکرګاه ښار د ښځينه سيمه ييزو شوراګانو يوې غړې شکيلا پژواک ته وويل: ((موږ ښځينه کارګرانې نه لرو، غريب او بېچاره ځوانان مو هبيتات ته معرفي کړي څو کار ورکړي.))

بل لور ته يوه کارګر سيد ولي پژواک ته وويل چې د دې په ګډون په هلمند کې ګڼ شمېر ځوانان وزرګاره دي.

هغه وايي: ((دا ډېر ښه کار وشو چې حد اقل موږ ته يوه وظيفه پيدا شوه، بې روزګارۍ بېخې تنګ کړي وو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.