کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٦): د امريکا د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د جګړې او سولې د روانو هلو ځلو د ارزولو په موخه افغانستان ته راغلى دى.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، لوى درستيز جنرال جوزف ډنفورډ پرون افغانستان ته تر روانېدو مخکې ويلي، غواړي په پسرلي کې د جګړه ييز موسم تر پيلېدو مخکې د ناټو او امريکايي ځواکونو له قوماندانانو او جنرالانو سره پر راتلونکو پلانونو خبرې وکړي.
هغه زياته کړې، افغانستان ته یې د سفر اصلي موخه د امریکا د نظامي ماموریت اغېزناک سنجول او ارزول دي.
جنرال ډنفورډ چې له دې مخکې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان هم پاتې شوى، ويلي چې د ده د سفر موندنې به د امريکا د ولسمشر ټرمپ د راتلونکي پلان چې سږ کال به اعلان شي، مهمې برخې جوړوي.
نوموړي ويلي: "اصلي موخه دا ده چې موږ خپله ارزونه ولرو او پوه شو چې په را روانو څو میاشتو کې د څه شي تمه لرو".
جنرال جوزیف ډنفورډ له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو قوماندان و.
هغه زياته کړې، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جان نیکولسن خپل د اړتیا وړ امکانات لري او پر دې هم بايد پوه شي چې د افغانانو د جنګ پلان څه دی.
بلخوا ځينو نورو سرچينو ويلي چې د امريکا لوى درستيز به د جګړې تر څنګ په افغانستان کې د سولې روانې هلې ځلې هم و ارزوي.
تر ډنفورډ څو ورځې مخکې د امریکا د دفاع وزیر هم افغانستان ته راغلى و او له افغان مشرانو سره يې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن