ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په ۱۳ ولسواليو کې کوکنار کرل شوي

د ننګرهار په ۱۳ ولسواليو کې کوکنار کرل شوي

author avatar
20 Mar 2018 - 15:49
د ننګرهار په ۱۳ ولسواليو کې کوکنار کرل شوي
author avatar
20 Mar 2018 - 15:49

جلال اباد (پژواک، ۲۹ کب ۹۶): د ننګرهار ولايت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رياست وایي چې د دغه ولايت په ۱۳ ولسواليو کې بيا هم کوکنار کرل شوي، خو د پخوا په پرتله په کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

بلخوا د ننګرهار کروندګر وايي، حاصلاتو ته يې د بازار، اصلاح شوو تخمونو، سرې، اوبو او نورو اسانتياوو نه موجوديت يې د کوکنارو کر ته اړباسي.

سره له دې چې څو مياشتې وړاندې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او د ولسواليو د چارواکو له لوري په ټولو ولسواليو کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي کمپاينونه ترسره شوي او چارواکو ادعا کړې وه، چې په ټولو ولسواليو کې يې د کوکنارو د کښت مخنيوی کړی دی.

د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس ادريس ساپي پژواک اژانس ته وويل، سره د امنيتي ځواکونو له ټولو هلو ځلو بيا هم د ننګرهار په ۱۳ ولسواليو کې کوکنار کرل شوي دي.

نوموړی وايي، که څه هم کره شمېرې نه دي موجودې، خو بيا هم د کوکنارو په کروندو کې د تېر په پرتله ۳۰ سلنه کموالی رامنځته شوی دی.

د ساپي د معلوماتو له مخې، کوکنار تر ډېره په هغو ولسواليو کې کرل شوي چې نا امنې او د وسله والو تر ولکې لاندې دي.

خو ادريس ساپي ډاډ ورکړ، د حالاتو او وضعيت په ښه والي سره به نږدې ورځو کې يادو ولسواليو کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل کړي.

بلخوا کروندګر وايي، د حاصلاتو ته د بازار نه موجوديت او د سرو، اصلاح شويو تخمونو او نورو برخو کې ورسره د دولت د کړو ژمنو نه عملي کېدو مجبور کړي چې کوکنار وکري.

د سره رود ولسوالۍ د باغوانۍ سيمې اوسېدونکی ايمل خان وايي چې حکومت ورسره مرستې نه کوي او ژمنې يې ورسره ډېرې کړی او عملي کړې يې نه دي؛ نو ځکه خو يې له مجبورۍ کوکنار وکرل.

هغه وايي، سيمه يې اوبه هم نه لري او اوبه هم له ټيولونو په پيسو ورکوي؛ نو غنم، جوار او نوره غله دانه ورته هېڅ ګټه نه کوي.

دغه راز د چپرهار ولسوالۍ يو اوسېدونکي سيد انور الله هم وايي، ځکه يې په سيمه کې کوکنار ورکرل شول، چې دولت کروندګرو ته پاملرنه نه کوي.

نوموړى وايي، که د کروندګرو ستونزې حل شي؛ نو د کوکنارو د کښت مخنيوی کېدای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.