ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د هرات زعفران او غالۍ نړيوال بازار نه لري”

“د هرات زعفران او غالۍ نړيوال بازار نه لري”

author avatar
20 Mar 2018 - 16:31
“د هرات زعفران او غالۍ نړيوال بازار نه لري”
author avatar
20 Mar 2018 - 16:31

هرات (پژواک، ۲۹ کب ۹۶): په هرات ولايت کې د زعفران صادروونکي او د غاليو توليدوونکي په نړيوالو بازارونو کې د خپلو محصولاتو پلورلو لپاره د بازار نه شتون له امله نيوکه وکړه او په دې برخه کې يې د ياد ولايت د سوداګرۍ خونې چارواکي پر کم کارۍ تورن کړل.

په هرات کې د غاليو يوه توليدونکي فريد احمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه د غاليو توليد او د هرات د ځايي ادارې او سوداګرۍ خونې د چارواکو له خوا نړيوالو بازارونو ته د غاليو د صادرېدو برخې ته هېڅ پام نه دی شوی.

نوموړي د سوداګرۍ خونې چارواکي د غاليو صنعت ودې او صادراتو ته پر نه پاملرنې او کم کارۍ تورن کړل او له هغوی يې وغوښتل چې د دغه صنعت ودې ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د زعفرانو صادروونکي محمد نادر ويلي چې په بهرنيو هېوادونو کې د يو کيلو زعفران پلورلو لپاره بايد له ۳۰۰ تر ۵۰۰ ډالرو لګښت وکړي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه په نړيوالو بازارونو کې د دوی د محصولاتو پلورلو لپاره د هرات د سوداګرۍ خونې له خوا اسانتياوې نه دي برابرې شوې.

له بلې خوا د هرات د ولايتي شورا مشر کامران عليزايي هم د دغه ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي پر کم کارۍ تورن کړل او ويې وويل چې دوی ته نړيوالو بازارونو ته د کورنۍ محصولاتو د صادرولو لپاره د زمينې د نه شتون په اړه شکايتونه رسېدلي دي.

خو د هرات د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله نړيوالو بازارونو ته د کورنيو محصولاتو د صادراتو کچه ۱۰سلنه لوړه شوې ده.

د هرات ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونې اجرايي مشر خليل احمد يارمل پژواک ته وويل چې د روان کال په تېرو ۱۰ مياشتو کې يې نړيوالو بازارونو کې له ۴۹زره ټنه ډېره وچه او تازه مېوه او غلې دانې پلورلې دي او روان کال هڅه کېږي چې په نړيوالو بازارونو کې لا ډېر کورني محصولات وپلوري.

د هرات ځايي اداره هم تاييدوي چې د دغه ولايت د سوداګرو پر وړاندې ستونزې شته دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې د نړيوالو بازارونو او د دغه ولايت تر منځ د ارتباط نه شتون، له هغو ننګونو څخه دي چې سوداګر ورسره مخ دي، خو د نوموړي په وينا، حکومت هڅه کوي چې دغه ستونزه حل کړي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان حکومت تورنوي چې د سوداګرۍ او صادراتو لپاره مشخصه پاليسي نه لري.

د اقتصادي چارو کارپوه يعقوب مشعوف وويل چې که د کورنيو محصولاتو د صادرولو د پراختيا او بهرنيو محصولاتو د وارداتو کمولو لپاره هڅې ونه شي، سربېره پردې چې د کورنيو محصولاتو صادرات به صفر ته راټيټ شي، د بهرنيو محصولاتو واردات به سل په سلو کې لوړ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.