ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپينه ماڼۍ: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته هيله مندي شته

سپينه ماڼۍ: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته هيله مندي شته

author avatar
20 Mar 2018 - 15:55
سپينه ماڼۍ: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته هيله مندي شته
author avatar
20 Mar 2018 - 15:55

واشنګټن (پژواک، ٢٩ کب ٩٦): امريکا يو ځل بيا له طالبانو سره له نېغ په نېغه خبرو اترو انکار کړى، خو وايي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له خبرو اترو ناهيلي شوې نه ده.

په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ يوه چارواکي ځايي رسنيو ته ويلي، امريکا غواړي چې د افغانانو په مشرۍ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ نېغ په نېغه خبرې وشي.

امريکا دا څرګندونې په داسې حال کې کړې،چې درې اوونۍ مخکې د کابل پروسې دويم کنفرانس پر مهال ولسمشر اشرف غني طالبانو له قيد او شرط پرته د سولې وړانديز وکړ، خو طالبانو تر اوسه ځواب نه دى ورکړى.

د ولسمشر ټرمپ د حکومت ياد چارواکي ويلي: "موږ تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د نېغ په نېغه خبرو اترو څخه ناهيلي شوي نه يو."

خو سرچينې داهم ويلي چې دوى اوسمهال له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو مهالوېش نه شي ورکولى.

سپينې ماڼۍ ويلي چې د ولسمشر ټرمپ د حکومت ستراتيژي ځمکنيو حقايقو ته په کتلو سره جوړه شوې او حالاتو په ته کتلو سره پرېکړه کوي.

د سرچينې په وينا، د ولسمشر غني حکومت دا وښوده چې هغوى په رښتينې توګه د سولې  لپاره غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي.

سپينه ماڼۍ وايي: "که چېرې د طالبانو له خوا د سولې وړانديز ته ځواب نه ورکول کېږي؛ نو موږ اړ يو چې نورې لارې خپلې کړو او اجازه ورنه کړو چې طالبان په نظامي برخه کې برياوې ترلاسه کړي."

واشنګټن کې ياد چارواکي ويلي، که چېرې يو شمېر طالبان غواړي د حزب اسلامي په څېر سوله وکړي او کابل کې مېشت شي، نو دا چانس بايد له لاسه ور نه کړي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې د سپينې ماڼۍ ياد چارواکي هغه اوازې رد کړې چې د سوېلي اسيا په اړه د ولسمشر ټرمپ په تګلاره کې به بدلون راشي.

سرچينه وايي: "تګلارې ته بايد نور وخت ورکړل شي، ځينې نښې ليدل شوې چې دا ستراتيژي په سمه توګه پر مخ ځي. د تېر کال په پرتله د جګړې په ډګر کې د طالبانو وړتياوې کمزورې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.