کابل (پژواک،٢٩ کابل ٩٦): طالبانو د هرات د پخواني والي او جهادي قوماندان اسماعيل خان د وړانديز په ځواب کې ويلي، چې دوى د هېواد د روانې لانجې د واقعي هواري لپاره د ټولو هڅو هرکلى کوي.
د هرات پخواني والي او د جمعيت اسلامي پخواني جهادي قوماندان اسماعيل خان د تېرې پنجشنبې په ورځ په هرات کې د کب د ٢٤مې ورځې د نمانځې په مراسمو کې له طالبانو غوښتي وو، چې که د حکومت د سولې وړانديز ته غبرګون نه ښيي؛ نو له جهادي ډلو سره دې خبرې وکړي، څو هېواد له روان ناورين څخه وويستل شي.
طالبانو په يوه خبرپاڼه کې چې د کب په ٢٩مه، ددوى د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا رسنيو ته استول شوې ويلي: ” طالبان د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي، چې د هېواد د روانې لانجې د واقعي هواري په اړه تر سره کیږي. “
سرچينې زياته کړې، د طالبانو مشرتابه په خپلو پيغامونو کې په تېرو ١٧ کلونو کې د پخوانیو جهادي ګوندونو مشران په ډېر درنښت مخاطب کړي او له هغوی څخه یې غوښتي چې د خپل ولس ترڅنګ ودریږي، ځکه چې بهرنيان افغانستان او افغانانو ته هېڅ د خیر اراده نه لري.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو ځواکونو او بهرنيو هېوادونو د ناوړه هڅو له امله هېواد ورځ تر بلې د بحران خواته بیول کیږي او نن دوی خپله هم دا حقیقت درک کړي .
په خبرپاڼه کې راغلي: ” اوس چې اسماعیل خان د پخوانيو جهادي مشرانو په استازولۍ د تفاهم او خبرو په اړه د غبرګون غوښتنه کړې، طالبان هر هغه چاته چې د دغې غمیزې د پای ته رسېدو لپاره هلې ځلې کوي او د بهرنيو ځواکونو ملاتړ نه کوي هغه که جهادي شخصیتونه وي او یا نورڅوک، ټولوته بلنه ورکوي چې د طالبانو له سیاسي دفتر سره د تفاهم لپاره وویني . “
د يادونې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم په دې وروستيو کې څو ځله طالبانو ته د سولې وړانديزونه کړي دي.
تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني د کابل پروسې دويم کنفرانس پر مهال طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې د خبرو وړانديز کړى و، خو تر اوسه طالبانو غبرګون نه دى ښودلى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن