ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له نظامي عملياتو پرته کندوز کې د برېښنا الوځول شوې پايې نه شو درولى”

“له نظامي عملياتو پرته کندوز کې د برېښنا الوځول شوې پايې نه شو درولى”

author avatar
20 Mar 2018 - 17:09
“له نظامي عملياتو پرته کندوز کې د برېښنا الوځول شوې پايې نه شو درولى”
author avatar
20 Mar 2018 - 17:09

کندوز ښار(پژواک،٢٩کب٩٦): د کندوز د برېښنا رياست چارواکي وايي، تر هغه چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات نه وي شوي، دوى نه شي کولى د برېښنا الوځول شوې پايې بېرته ودروي.

دوه ورځې وړاندې د کندوز ښار په خواجه غلتان سيمه کې وسله والو طالبانو د برېښنا دوه پايې په ماينونو الوځولي او يوه بله يې تخريب کړې ده چې له امله يې په کندوز، بغلان او پلازمېنې کابل کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې ده.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د برېښنا رييس حميدالله د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خواجه غلتان سيمه له وسله والو طالبانو سره ده.

هغه وايي: (( تر هغه چې حکومت په دغه سيمه کې د طالبانو پر وړاندې عمليات ونه کړي موږ نه شو کولى چې د برېښنا پايې بېرته ترميم او نصب کړو.))

د کندوز د برېښنا رييس وايي چې د دې پايو په الوځول کېدو سره يواځې د بغلان برېښنا پرې شوې ده.

هغه زياته کړه: (( په پام کې وه چې راتلونکي مياشت د دې پايو له لارې کابل ته هم برېښنا ورکړو خو طالبانو والوځولې نو اوس يواځې د بغلان برېښنا قطع شوې ده.))

دغه راز د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د ولايتي شورا غړي غلام رباني رباني پژواک ته وويل چې د دغه ډول پېښو د مخنيوي لپاره بايد حکومت د طالبانو پر وړاندې پياوړي عمليات ترسره کړي.

هغه وايي: (( که عمليات ونه شي دغه ډول قضيې به روانې وي او طالبان به له دې لارې په حکومت فشار واردوي.))

بل لورته د دې پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د طالبانو د چارواکو په امر په کندوز او بغلان کې پر کابل برېښنا پرې شوې ده.

هغه وايي: (( د امریکایانو او د کابل ادارې د عسکرو له خوا پر هغو سيمو وحشت روان دی چې  د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې دي، نو تر هغه چې په دې سيمو کې خلکو ته د تعليم او تربيې، برېښنا، صحت او نور خدمات په سمه توګه نه وي وړاندې شوي، په کابل  به هم بررښنا قطع وي.))

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.