د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په فراه کې د يوې کورنۍ "د ظلم داستان" او د حکومت بې پروايي

ټولنه

ارشيف

فيچرونه

ارشيف

په فراه کې د يوې کورنۍ "د ظلم داستان" او د حکومت بې پروايي

Mar 20, 2018 - 15:31

فراه (پژواک، ٢٩ کب ٩٦): د فراه د پرچمن ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي له کلونو راهيسې شکايت کوي چې په دې ولسوالۍ کې د يوې (حاکمې کورنۍ له ظلمه) تر پزې راغلي، خو حکومت يې غږ نه اوري.

د یادې کورنۍ مشر محمد سليم مبارز چې د شاوخوا لسو کلونو لپاره د پرچمن ولسوال و، د ١٣٩١ لمريز کال په لړم مياشت کې د سړک غاړې د ماين چاودنه کې ووژل شو، له مرګه يې وروسته تر شاوخوا يوه نيم کال پورې د هغه زوى محمد داوود مبارز د ولسوال په توګه او ورپسې تر شاوخوا دوو اوونيو مخکې مودې پورې د سليم مبارز بل زوى عبدالولي مبارز د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه دنده اجرا کوله.

محمد موسى نظري د داوود مبارز پر ځاى مقرر شو، خو په دې وروستيو کې نظري د فراه د مرستيال والي او داوود مبارز بېرته د ولسوالۍ د سرپرست په توګه مقرر شو او محمد ابراهيم چې د عبدالولي پر ځاى مقرر شوى و، تر اوسه يې دنده نه ده پيل کړې.

د پرچمن يو شمېر اوسېدونکي له کلونو راهيسې په مکرر ډول د مبارز له کورنۍ شکايت کوي او وايي چې دغه بدلونونه ستونزه نه حل کوي، واک لا هم د پخوا په څېر د دې کورنۍ په واک کې پاتې دى.

د خلکو د شکايت مخينه

د پژواک خبري اژانس د يوه راپور له مخې چې "د پرچمن ولسوال بشري ضد جرمونه کړي"

تر نامه لاندې خپور شوى، د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د ١٣٩٤ کال په لومړيو کې د فراه ولايت مقام ته په ليکلي ډول د دې کورنۍ له کړنو شکايت کړى دى.

د يادې عريضي په متن کې ليکل شوي، د يوولسو کسانو قتل، د کوکنارو کښت ته د خلکو اړ ايستل، له هرې کورنۍ څخه په اخترونو کې ٣٣٠ افغانۍ اخيستل او دغه راز د ولسوالۍ د کارکوونکو لپاره په ژمي کې د سون توکو لپاره ٥٠٠ افغانۍ اخيستل، خپلو کسانو ته په جبري توګه د نجونو ودول، له کوچيانو څخه هر کال د جزيې په توګه د مېږو اخيستل، د سون توکو، سمنټو او نورو توکو انحصار او د سمنټو د يوې بورۍ په ١٢٠٠ افغانۍ پلورل، د پروژو د پيسو خوړل او په جبري ډول پر خلکو باندې د کارونو ترسره کول د پرچمن ولسوال له غير قانوني کړنو بلل کېږي.

دوى همدارنګه ادعا کوي چې د محمد داوود مبارز او ملګرو د کړنو له امله يې سلګونه کورنۍ اړې شوې چې دا ولسوالي پرېږدي.

د يوه نيم کال لپاره د يوې کورنۍ له لوري د کورني بند لرل، له يوې کورنۍ سره د کلونو لپاره د پرچمن د ځايي ادارې پاتې کېدل، د خلکو د شکايتونو په تړاو د حکومت د اړين اقدام نه کول، هغه نور موارد دي چې د پرچمن خلکو ترې په ١٣٩٤ کال کې شکايت کړى و.

عارضينو په ياده عريضه کې ليکلي چې د داوود مبارز ورور عبدالظاهر د امنيت مدير او د هغه بل ورور عبدالولي د پرچمن امنيه قوماندان دى او د ولسوالۍ ځيني نور مامورين هم هغه کسان دي چې له داوود مبارز سره نږدې خپلوي لري. اوسمهال عزيز احمد د ولسوالۍ د امنيت مسوول دى.

د خلکو شکايتونه او د چارواکو کاڼه غوږونه

د فراه د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي د ١٣٩٦ کال د کب په ٢٤مه له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې حکومت د دې ولسوالۍ د خلکو غږ نه دى اورېدلى او لا هم پر داوود مبارز او عبدالولي مبارز سربېره د دوى ورور عبدالظاهر مبارز او تره يې امين الله مبارز د پرچمن پر خلکو ظلم او حکمراني کوي.

د هغه په خبره، لا هم پر خلکو ((د دې کورنۍ ظلمونه)) دوام لري او په همدې سبب د ده پر کورنۍ سربېره چې د فراه مرکز کې مېشته ده، ګڼې نورې کورنۍ د فراه، کندهار، نيمروز، هلمند او هرات ولايتونو مرکز او ولسواليو ته بې ځايه شوې دي.

هغه زياته کړه: ((کله چې ترياک وکرو، دوى راځي، ټول خپل ځان ته ټولوي، زموږ د پسونو په سر هم د زکات په نامه حق اخلي، نورې غلې دانې هم په زور راڅخه اخلي.))

نوموړي زياته کړه چې د مبارز کورنۍ په داسې حال کې چې د پرچمن ولسوالۍ يو شمېر بې ګناه خلک د دولت د وسله والو مخالفينو په نوم نيسي او وروسته يې د پيسو بدل کې خوشي کوي، خو د دولت وسله وال مخالفين په دې ولسوالۍ کې هېڅ فعاليت نه لري.

هغه ادعا وکړه: ((که چېرته خپلې لوڼې هم بل چا ته د دوى له اجازې پرته په نکاح ورکړو، موږ جلبوي او جريمه کوي مو.)) د هغه په خبره چې دغه کورنۍ څه موده وړاندې له يوې کورنۍ نه په همدې سبب ٦٢ زره افغانۍ واخيستې.

هغه ادعا وکړه چې د مبارز د کورنۍ دغه غړي له هر کس نه چې خپله لور چا ته په نکاح ورکوي، سل زره افغانۍ اخلي.

د پرچمن ولسوالۍ يوه اوسېدونکي او بېځايه شوي عبدالستار هم د شاه ولي خبرې تاييد کړې او ویې ويل چې د مبارز د کورنۍ کسانو د دې ولسوالۍ پر خلکو زيات ظلمونه کړي دي.

هغه زياته کړه: ((کوم کسان چې وغواړي له خپله حقه دفاع وکړي او يا د عدالت غوښتونکي شي، نو له منځه يې وړي او وړي يې... داسې کسان له مرګ يا ګواښ سره مخ کېږي.))

عبدالستار ادعا لري چې څه وخت مخکې يې يو خپلوان ځکه د عبدالولي مبارز د کسانو له خوا ووژل شو چې د پرچمن ولسوالۍ د پخواني ولسوال محمد موسی ليدو ته ورغلی و.

عبدالستار، شاولي او د پرچمن يو شمېر نور سپين ږيري او ځوانان چې له يادې ولسوالۍ څخه بې ځايه شوي او په فراه ښار کې ژوند کوي، وايي چې حکومتي چارواکو ته يې "د مبارز د کورنۍ د ظلم، ناروا او ملک الطوايفۍ" له امله شکايتونه کړي، خو تر اوسه يې چا غږ نه دی اورېدلی.

هغوی وايي چې د داوود مبارز پر ځای د ولسوال په توګه د محمد موسی نظري او د امنيې قوماندان په توګه د محمد ابراهيم له ګومارنې سره د خلکو ستونزې نه دي حل شوې.

هغوی زياتوي چې نظري يې تر خپلې ګومارنې وروسته، څو مياشتې ولسوالۍ ته ونه شو کولای ولاړ شي، وروسته يې اووه مياشتې د ولسوالۍ په ودانۍ کې تېرې کړې، خو واکمني يې نه درلوده او شاوخوا څلور مياشتې کېږي چې له پرچمن څخه تللی دی.

د پرچمن ولسوالۍ دغه اوسېدونکي وايي چې محمدابراهيم کابو دوې اوونۍ وړاندې د پرچمن د قوماندان په توګه ګومارل شوی، خو تر اوسه يې دندې ته نه دی حاضر شوی.

هغوی له حکومت څخه غواړي چې د مبارز د کورنۍ هغه غړي دې د قانون منګولو ته وسپارل شي چې پر خلکو يې ظلمونه کړي دي.

پر شکايتونو د تاييد ټاپه

حاجي محمد موسی نظري د داوود مبارز پر ځای د پرچمن د ولسوال په توګه معرفي شوی و، خو په دې وروستيو کې د هغه پرځای بېرته داوود مبارز د سرپرست په توګه وټاکل شو، زياته يې کړه: "هغه تورونه چې د پرچمن د ځورېدولو خلکو له خوا پر محمد داوود مبارز، عبدالولي مبارز، ظاهر مبارز او امين الله مبارز لګېدلي حقيقت لري."

نظري ادعا وکړه چې د مبارز د کورنۍ اړونده زور واکي په څو وژنو کې لاس لري او هېڅوک نه شي کولای چې ددوی د ظلم پروړاندې خپل غږ پورته کړي.

هغه زياته کړه، کله يې چې د پرچمن د ولسوال په توګه کار کاوه، امر يې نه منل کېده.

نوموړي ادعا وکړه چې د امين الله مبارز په نوم يو کس چې د داوود مبارز کاکا دی، د ايران د استخباراتو لپاره کار کوي او ايران ده ته وسلې او پيسې ورکوي.

تکراري ژمنې

د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون په ۱۳۹۴ کال کې د مبارز له کورنۍ څخه د خلکو له شکايتونو وروسته، په دې ولسوالۍ کې د بشري حقونو وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ويلي يې دي چې د پرچمن د خلکو ستونزې يې له ولايتي چارواکو سره شريکې کړې دي.

د فراه ولايت چارواکو هم په هماغه کال ويلي وو چې د پرچمن د خلکو شکايتونه به وڅېړي.

د فراه د والي وياند ناصر مهري په پرچمن ولسوالۍ کې د يادې کورنۍ له يوې نيمې لسيزې ډېرې واکمنۍ د تاييد تر څنګ، اوس هماغه ژمنې تکراروي.

هغه وايي چې د پرچمن ولسوالۍ سپين ږيرو او مشرانو د فراه ولايت له نوي والي عبدالبصير سالنګي سره خپلې ستونزې شريکې کړې او سالنګي ژمنه ورکړې چې د دوی شکايتونه به څېړي.

مهر د خلکو شکايتونو ته په اشارې سره وويل: "که حقيقت ولري او له خلکو سره داسې ظلم شوی وي لکه ادعا چې کوي او بې عدالتي شتون ولري، د فراه ځايي اداره به په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي، څو دوی (هغه کسان چې ظلم يې کړی) عدلي او قضايي بنسټونو ته ور معرفي کړي."

هغه په دې اړه چې حکومت ولې په تېرو څو کلونو کې د خلکو شکايتونه نه دي اورېدلي؟ وويل چې د ولسوال په توګه د موسی نظري او دغه راز د امنيې قوماندان په توګه د محمد ابراهيم ګومارل کېدل هغه اقدامات دي چې د فراه ځايي ادارې ترسره کړي دي.

مهري د دې پوښتنې په ځواب کې چې موسی نظري د پرچمن په مرکز کې کلابند و او واک يې نه درلود او دغه راز د مبارز د کورنۍ ځيني غړي پر قتل تورن دي او حکومت يې بايد په اړه اقدام کړی وای، روښانه ځواب ور نه کړ او ويې ويل چې خلک د ولسوال په توګه د نظري پر ګومارل کېدو خوښ وو او له نوموړي سره يې همکاري کوله.

نوموړي په دې اړه چې مبارز ولې بېرته د يادې ولسوالۍ د سرپرست په توګه وټاکل شو؟ وويل چې ډېر ژر به بل کس د پرچمن د ولسوال په توګه وګومارل شي.

مهري په ډاګه کړه چې د مبارز کورنۍ په ياده ولسوالۍ کې د خپلې څو کلنې واکمنۍ په اوږدو کې توانېدلې چې د خلکو په همکارۍ د دولت د وسله والو مخالفينو د نفوذ مخه ونيسي.

هغه وويل چې په راتلونکو څو ورځو کې به نوی امنيه قوماندان پرچمن ولسوالۍ ته ولاړ شي.

پژواک هڅه وکړه چې د خلکو د شکايتونو په اړه له داوود مبارز يا د مبارز د کورنۍ له کوم بل کس سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

بيا هم که د مبارز د کورنۍ غړي وغواړي چې د دوی په اړه د لګېدلو تورونو په اړه خپل نظر څرګند کړي، پژواک له خپلې نشراتي پاليسۍ سره سم د هغوی نظر خپروي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement