ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د نوروز جشن لپاره چمتووالی نيول شوی

په کابل کې د نوروز جشن لپاره چمتووالی نيول شوی

author avatar
20 Mar 2018 - 20:05
په کابل کې د نوروز جشن لپاره چمتووالی نيول شوی
author avatar
20 Mar 2018 - 20:05

کابل (پژواک،۲۹کب۹۶): د نوي ۱۳۹۷کال په درشل کې د کابل وضعيت بدل شوی او په ښار کې د نوروز جشن ترسره کېدو لپاره د چمتووالي نښې نښانې ليدل کېږي او امنيتي ځواکونو هم په همدې مناسبت سخت امنيتي تدابير نيولي دي.

سبا (چهارشنبه) په افغانستان کې د نوروز ورځ او عمومي رخصتي ده، نن د کابل ښار په مهمو سيمو کې چې ټاکل شوې ده هلته د نوروز جشن ونمانځل شي، سخت امنيتي تدابير نيول شوي او خلک د پېرلو لپاره په مينې سره ښار ته تللي، د نوي کال د هفت سين برابرېدو لپاره جامې او وچه مېوه اخلي.

د کابل ښار يو هټۍ وال محمد جاويد چې وچه مېوه پلوري، د تېرو کلونو په پرتله د بازار له خراب وضعيت څخه شکايت وکړ او ويې ويل چې خلک د بېوزلۍ له امله د وچې ميوې او نورو خوراکي توکو د اخيستلو توان نه لري او يواځې شتمن خلک دغه شيان پېرودلى شي.

خو د کابل ښار د خيرخانې اوسېدونکي فريد پژواک ته وويل چې نوروز د افغانستان او ځينو نورو هېوادونو د خلکو يو ملي جشن دی او سره له دې چې سږ کال اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي، خو له خپل توان سره هم د نوروز جشن لپاره چمتووالی نيسي.

له بلې خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې په لا ډېرې ګڼې ګوڼې سره د نوروز د مېلې د ترسره کېدو خبر ورکوي او وايي چې د ولسمشر د حکم او د نوروز  لپاره ټاکل شوې کمېټې د پرېکړې له مخې، د نوروز جشن د کابل ښار په څلورو سيمو کې د نورو کلونو په پرتله په ښه ډول ترسره کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند محمد صابر مومند پژواک خبري اژانس ته وويل چې حضوري چمن، احمد شاه بابا مېنه، سخي زيارت او خيرخانې پارک د کابل ښار هغه څلور سيمې دي چې د نوروز جشن به په کې ترسره کېږي او په دې څلورو سيمو کې د ماشومانو لپاره د ساتېرۍ، تفريح پروګرامونه او موسيقي په پام کې نيول شوې ده.

مومند وويل چې د نوروز په لومړۍ ورځ په باغ بالا کې د نوي کال مېلې پروګرام پرانيستل کېږي، هلته غرفې لګېدلې او د سوداګرو مېرمنو نندارتونونه هم پرانيستل کېږي او له بلې خوا موسيقۍ، تياتر او نور پروګرامونه هم په پام کې نيول شوي او د په دويمه ورځ د کرنې وزارت يو نندارتون پرانيستل کېږي چې په کې به د هېواد محصولات نندارې ته وړاندې شي.

له بلې خوا د نوروز راتلو په درشل کې د کبانو او جلبيو د پلورلو بازار هم ګرم دی.

د کابل ښار يو تن چې د کبانو او جلبيو پلورلو هټۍ لري، په دې شپو ورځو کې يې د خپل پېر او پلور د څرنګوالي په اړه وويل چې په  دې ورځو کې يې کارونه ښه دي او سږ کال د بل هر کال په پرتله يې بازار ګرم دی او له نېکه مرغه د تېرو کلونو په پرتله بيې هم ښې دي، په ځانګړې توګه د هغوی لپاره چې خپلو کوژدو ته نوروزي ور وړي.

د رامين په نامه د کابل ښار يو اوسېدونکی چې نوې کوژده يې کړې، په افغانانو کې يې د نوروزي وړلو دود او کلتور په اړه وويل چې په روانه اونۍ کې يې خپلې کوژدنې ته د ۳۰زره افغانيو په ارزښت جامې، ګاڼې، کبان، جلبۍ هفت سين او کلچې اخيستې او د نوروزي ډالۍ په توګه يې ور وړې دي.

خو د شفيق الله په نامه يو بل تن د نوروزي، اختري او نورو شيانو وړل يو ناوړه دود وباله او زياته يې کړه: له ځوانانو په ځانګړې توګه د نجونو له کورنيو څخه غواړم چې دغه ناوړه دود دې ختم کړي، ځکه هغه کسان چې د دې شيانو د وړلو وس لري، کومه ستونزه نه ده، خو هغوی چې وس يې نه لري، اړ دي چې پيسې پور کړي او دغه ناوړه دود عملي کړي.

د کابل ښار په سخي زيارت کې د جنډې پورته کولو لپاره هم چمتووالی نيول شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.