د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د لښکرګاه ښار پاکولو او سمسورتیا په موخه ۶۰۰ ځوانان ګومارل شوي

​د لښکرګاه ښار پاکولو او سمسورتیا په موخه ۶۰۰ ځوانان ګومارل شوي

Mar 20, 2018 - 16:42

لښکرګاه (پژواک، ٢٩ کب ٩٦): هلمند کې د لښکرګاه ښار د پاکولو او سمسورتيا په موخه شپږ سوه ځوانان پر دندو وګومارل شول.

د دغو ځوانانو تنخواوې د ملګرو ملتونو د هبيتات ادارې له لوري ورکول کېږي.

په لښکرګاه کې د هبيتات ادارې مشر عبدالمنان د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نوي ګومارل شوي شپږ سوه کسان د سيمه ييزو شوراګانو له خوا دوى ته معرفي شوي دي.

هغه وايي: ((موږ له ښاروالۍ سره په تفاهم کې ١٦ شوراګانې جوړې کړې چې درې يې د ښځو دي او دغه کسان هم د همدې شوراګانو له خوا موږ ته معرفي شوي دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه اداره په پام کې لري چې له همدې شوراګانو سره په تفاهم کې درې سوه نور ځوانان هم د ښار پاکولو په برخه کې پر دندو وګوماري.

هغه وايي: ((دغه نوي کارګر، لارې او کوڅې پاکوي، نيالګي اوبه کوي او جرونه پاکوي، څو ښار ښکلى او پاک شي.))

د نوموړي په وينا، دغو کارګرانو ته د مياشتې لس زره افغانۍ تنخوا ورکول کېږي او هره ورځ به څارل کېږي څو په سمه توګه کار وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند ولايتي شورا يوه غړي محمد حسين عليزاده وويل چې د هبيتات ادارې دغه چاره کولاى شي د ښار بڼه بدله او ښکلې کړي.

هغه د ښار له اوسېدونکو هم غوښتنه وکړه چې له دې ډلې سره مرسته وکړي، د تازه اېښودل شوو نیالګیو پالنه وکړي، څو د ښار په بڼه کې مثبت تغييرات راشي.

د لښکرګاه ښار د ښځينه سيمه ييزو شوراګانو يوې غړې شکيلا پژواک ته وويل: ((موږ ښځينه کارګرانې نه لرو، غريب او بېچاره ځوانان مو هبيتات ته معرفي کړي څو کار ورکړي.))

بل لور ته يوه کارګر سيد ولي پژواک ته وويل چې د دې په ګډون په هلمند کې ګڼ شمېر ځوانان وزرګاره دي.

هغه وايي: ((دا ډېر ښه کار وشو چې حد اقل موږ ته يوه وظيفه پيدا شوه، بې روزګارۍ بېخې تنګ کړي وو.))

دى وايي چې دوى په منظم ډول د ښار په پاکولو کې ونډه اخلي او که څوک له اجازې پرته غير حاضري وکړي نو له دندې ګوښه کېږي.

دغه راز د هلمند مرستيال والي بسم الله روحاني وويل چې نور خلک هم بايد د ښار په پاکولو او زرغونولو کې له دغو ځوانانو سره مرسته وکړي.

هغه وايي: ((يواځې حکومت نه شي کولاى چې ښار پاک او سمسور کړي، په دې برخه کې خلک بايد پوره پوره همکاري وکړي.))

هلمند کې داسې مهال شپږ سوه ځوانان په کار ګومارل کېږي چې تر دې وړاندې د خپاره شوو راپورونو له مخې سلګونه ځوانان د وزګارتيا له امله د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له ليکو سره يو ځاى شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement