ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت: د کابل ځانمرګي بريد کې ۳۳ تنه وژل شوي ۶۵ ټپیان دي

د عامې روغتیا وزارت: د کابل ځانمرګي بريد کې ۳۳ تنه وژل شوي ۶۵ ټپیان دي

author avatar
21 Mar 2018 - 15:17
د عامې روغتیا وزارت: د کابل ځانمرګي بريد کې ۳۳ تنه وژل شوي ۶۵ ټپیان دي
author avatar
21 Mar 2018 - 15:17

دريم تعقيب-کابل(پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٧): دعامې روغتیا وزارت وایي، چې د کابل ښار په کارتې سخي سيمه کې د ځانمرګى بريد  له امله ۳۳  تنه وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان دي.

نن غرمه مهال شاوخوا ١٢ بجې شوى د کابل ښار د دريمې حوزې اړوند د کارته سخي په سيمه کې ځانمرګى بريد وشو.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت الله رحيمي پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې ٢٦ تنه وژل شوي او ١٨ نور تپيان دي.

هغه وايي چې مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوښتې ده.

دغه راز د کابل د امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داود امين پژواک ته وويل چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي دي.

بل لورته د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مجروح پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې  ۳۳  تنه وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان دي.

په سيمه کې يو تن عيني شاهد فيض الله پژواک ته وويل چې چاويدونکي توکي په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي وو.

هغه وايي: (( يو شمير کسان له کارته سخي زيارت نه کور خواته روان و چې يو موټر سايکل تيز راغې او د دوى په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه.))

ده وويل چې په بريد کې ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شميره يې تر اوسه معلومه نه ده.

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه بريد پر دوى پورې هيڅ اړه نه لري. خو داعش ډلې ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د يادونې وړ ده چې د کابل په کارتي سخي سيمه کې يو شمير خلک د نوي کال د جشن د لمانځلو په موخه را ټول شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.