ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د کابل نننى بريد وغانده

ولسمشر د کابل نننى بريد وغانده

author avatar
21 Mar 2018 - 14:47
ولسمشر د کابل نننى بريد وغانده
author avatar
21 Mar 2018 - 14:47

کابل(پژواک، د وري لومړۍ نېټه٩٧):  ولسمشر محمد اشرف غني د کابل نننى بريد په کلکو ټکو وغانده چې له امله يې لسګونه هيوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه نن پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.

نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې د کابل په کارته سخې سيمه کې د نوي کال د جشن په مراسمو کې ځانمرګى بريد وشو.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې بريد کې ٢٦ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

د اړوندې موضوع په اړه ولسمشر محمد اشرف غني ويلي: ((تروریستان د دغه شان جنایتونو په ترسره کولو سره زموږ د خلکو د خوښۍ، تحصیل، ورځنیو فعالیتونو، پرمختګ، ابادۍ، ملي او مذهبي مناسبتونو مخه نشي نیولی.))

غني دغه بريد په کلکو ټکو غندلى او ويلي يې دي چې دغه بريد يو بشري ضد جنايت دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.