ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې ځینو غړو حکومت د خپلو ژمنو پر نه عملي کولو تورن کړ

د ولسي جرګې ځینو غړو حکومت د خپلو ژمنو پر نه عملي کولو تورن کړ

author avatar
22 Mar 2018 - 17:17
د ولسي جرګې ځینو غړو حکومت د خپلو ژمنو پر نه عملي کولو تورن کړ
author avatar
22 Mar 2018 - 17:17

کابل (پژواک، ۲ وری ۹۷): د ولسي جرګې لومړي مرستيال او د دې جرګې درېيو نورو غړو د ملي يووالي پر حکومت او د حزب اسلامي پر مشر نيوکې وکړې، ويې ويل چې ډېر ژر به نوى ايتلاف جوړ کړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون او د دې جرګې غړو محمدنعيم لالي حميدزي، ظاهر قدير او محمود خان سليمانخېل د لويې پکتيا د سلګونو کسانو په ګډون په کابل کې يوې غونډې ته خبرې وکړې.

همايون دعوه وکړه چې د ملي يووالي حکومت د افغانستان د قومونو تر منځ تفرقه رامنځته کوي، حکومت د څو محدودو کسانو په ولکه کې دی او د لويې پکتيا خلک په تېره بيا خوستوال يې هېر کړي دي.

دی وايي: "زموږ سياست ملي دى او غواړو چې افغانستان متحد هېواد وي."

همايون خوست مېشتو ته په خطاب کې وويل: "زه نه خرڅ شوی يم، نه خرڅېږم، نه به خرڅ شم؛ موږ يو ملي ټېم رامنځته کړی چې په دې ملي ټېم کې هزاره، ازبک، تاجک، پشه يي او هر قوم شته."

دی وايي: "موږ پرې خبر يو چې د افغانستان تجزيې ته لمن وهل کېږي، زه چې [د بلخ پخواني والي] استاد عطا ته ورځم، له ده سره کېنم، [د کندهار امنيه قوماندان] عبدالرازق ته ورځم، له هغه سره کېنم او [د ولسمشر لومړي مرستيال] دوستم سره کېنم، دا پر حکومت بده لګېږي؛ خو همدغه [ولسمشر] محمد اشرف غني چې دوستم ځان ته د لومړي معاون په صفت انتخابوي، نو هېڅ مشکل نشته."

همايون وويل چې پښتو او فارسي يې مورنۍ ژبې دي، د مسکو، ايران، پاکستان، هند او امريکا متحده ايالتونو په ګډون به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

دغه راز په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي ظاهر قدير په هېواد کې د سولې پروسې پر بهير نيوکه وکړه او له حزب اسلامي سره د سولې پروسې ته په اشارې يې وويل: "ګورئ! دې ملک ته څوک سوله نه راولي، دا دوی يو تجارت جوړ کړی؛ هغه څوک چې د دوی خوښ و، هغه يې د څه لپاره خوښ و؟ ځکه هغه پخوا هم پر قومي تعصبونو باندې ډېر مشهور و، د کورنيو جګړو پر سر سالار و؛ هغه يې راوستو."

دی زياتوي: "زموږ ټېم دا فيصله کړې چې انشاءالله ډېر په تېزۍ سره به يو ډېر لوی قوي اېتلاف د افغانستان په سطحه اعلانېږي چې کارونه يې تقريباً تکميل شوي دي."

هغه د خپل ټېم په اړه معلومات ورنه کړل خو ويې ويل دغه ټېم تيار دی چې د ولسواليو له شوراګانو نيولې ان تر ولسمشرۍ پورې کانديدان ولري.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي لالي حميدزي په دې ناسته کې وويل چې د دوى د ډلې موخه په هېواد کې د ملي يووالي، سولې او امنيت ټينګښت او د رڼو ټاکنو ترسره کېدل دي.

هغه وايي، د دوی ډله د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې په يو وخت کې د ولسمشرۍ، ولسي جرګې، ولايتي شورا او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.