ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

اروزګان کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
22 Mar 2018 - 14:08
اروزګان کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
22 Mar 2018 - 14:08

ترينکوټ (پژواک، ۲ ورى ۹۷): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې پر يو کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله  دوه ماشومان وژل شوي او د هغوى پلار او بل ماشوم ورور ټپيان دي.

دغه پېښه تېره ورځ د ابردي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د يادې سيمې ملک امين الله پژواک خبري اژانس ته وويل د هاوان مرمۍ هغه مهال پر دغه کور ولګېده چې په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو پوځي عمليات روان وو.

د اروزګان امنيتي چارواکي په دې اړه ناخبري ښيي، خو وايي پلټنې به وکړي.

په دې سيمه کې له تېرو دوو کلونو راهيسې د دولت وسله وال شتون لري او له تېرو څلورو ورځو راهيسې د هغوى پر ضد د دولتي ځواکونو عمليات روان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.