ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د مرکز ترینکوټ خلکو د نوروز ورځ د جګړې په ساحه کې ونمانځله

د اروزګان د مرکز ترینکوټ خلکو د نوروز ورځ د جګړې په ساحه کې ونمانځله

author avatar
22 Mar 2018 - 09:09
د اروزګان د مرکز ترینکوټ خلکو د نوروز ورځ د جګړې په ساحه کې ونمانځله
author avatar
22 Mar 2018 - 09:09

ترینکوټ (پژواک، ٢ ورى ٩٧): د اروزګان ولايت يو شمېر اوسېدونکو د نوي لمريز کال لومړۍ ورځ د مرکز ترينکوټ ښار په شاه منصور کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ونمانځله او پر وسله والو يې غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي.

اروزګان چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د جګړو شاهد دى، د مرکز او ولسواليو ډېرى سيمې یې د وسله والو مخالفينو په ولکه کې دي.

د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ ښار يو شمېر اوسېدونکي پرون د نوي کال لومړۍ ورځ په شاه منصور سيمه کې چې د جګړې لومړۍ کرښه ده، ونمانځله، پنځه مياشتې مخکې دا سيمه د وسله والو مخالفينو په کنټرول کې وه، خو اوس د جګړۍ لومړۍ کرښه ده.

د سردار ولي په نوم د ترینکوټ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل خوښ دى چې نن هغه سيمې ته د ميلې لپاره ورغلي چې تر دې مخکې د طالبانو په ولکه کې وه.

هغه د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې جګړه ودروي او د خلکو له کورونو او ځمکو دې ولاړ شي، څو خلک خپلو کورونو ته ستانه شي.

یوه بل کس باري داد د شاه منصور په سيمه کې پژواک ته وويل چې نن سلګونه ځوانان ځکه دې سيمې ته راغلي چې لا هم ولايت د طالبانو له خوا کلابند دی او دوی بل ځای د مېلې لپاره نه لري.

د هغه په وينا، اوس په دې سيمه کې امنيت دى او خلک هم د مېلې لپاره راغلي دي.

نوموړي له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

د ځوانانو تر څنګ ماشومان او د پاخه عمر کسان هم نن د مېلې کولو لپاره راغلي وو او دغلته يې اتڼونه کول او سندرې يې ويلې.

د يادې سيمې يوه امنيتي مسوول دويم څارن ملک زين الله پژواک ته وویل چې څو مياشتې مخکې په دې سيمه کې طالبان مېشت وو او خلک مېلې ته نه شواى ورتللى.

د هغه په وينا، اوس امنيتي ساحه پراخه شوې ده او خلک پرون په امنيتي فضا کې مېلې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.