ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ نوى والي او امنيه قوماندان نن معرفي کېږي

د بلخ نوى والي او امنيه قوماندان نن معرفي کېږي

author avatar
22 Mar 2018 - 09:35
د بلخ نوى والي او امنيه قوماندان نن معرفي کېږي
author avatar
22 Mar 2018 - 09:35

مزارشريف (پژواک، ٢ ورى ٩٧): ټاکل شوې ده چې د بلخ نوى والي او امنيه قوماندان نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شي.

ولسمشر غني څو مياشتې مخکې عطاءمحمد نور د بلخ له ولایته لرې کړ او پر ځای انجنير داوود وټاکه، خو نور د ولسمشر پرېکړه ونه منله.

د نور او ارګ تر منځ تر څو مياشتو خبرو اترو وروسته څو ورځې مخکې دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل.

د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد د وري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسي جرګې وکيل محمد اسحق رهګذر به نن د نوي والي په توګه معرفي شي.

دغه راز هغه زياته کړه چې جنرال اکرم سامع به د نوي امنيه قوماندان په توګه وټاکل شي.

د هغه په وينا، دغه مراسم به نن د ورځې په اوږدو کې ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.