ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پرونی ځانمرګی بريد په پراخه کچه وغندل شو

د کابل پرونی ځانمرګی بريد په پراخه کچه وغندل شو

author avatar
22 Mar 2018 - 09:56
د کابل پرونی ځانمرګی بريد په پراخه کچه وغندل شو
author avatar
22 Mar 2018 - 09:56

کابل (پژواک، ٢ ورى ٩٧): د کابل پرونی بريد چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د نړيوالو له خوا په پراخه کچه غندل شوى دى.

پرون غرمه مهال د کابل ښار د درېيمې حوزې اړوند د کابل پوهنتون شمالي دروازې لور ته سړک باندې ځانمرګى بريد وشو چې په ترڅ کې يې ٣٣ کسان ووژل شول او ٦٥ نور ټپيان وو.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستى او ويلي یې دي چې دغه برید د ډیورنډ کرښې د هغې غاړي یوه کس ترسره کړی دی.

امريکا، هندوستان، برېتانيا، چين، پاکستان، ناټو، ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او يو شمېر نورو هېوادونو دغه بريد په کلکه غندلى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هېواد سفير دغه بريد په کلکه غندلى او یو نه بښونکى جرم یې بللى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيټر نورټ ويلي، دغه له شرمه ډک بريد چې څومره وغندل شي، کمه به وي.

په کابل کې د امريکا سفير جان باس د دغه بريد د غندلو تر څنګ ويلي چې دوى په دې سخت وخت کې له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د یاد بريد  د غندلو تر څنګ ويلي چې د نوي کال او نوروز نمانځل د هر چا حق دى او له خلکو بايد دا حق وانه خيستل شي.

هغه غوښتنه کړې چې د دغه بريد تنظيموونکي او پلان کوونکي بايد محکمې ته را کش کړل شي.

دغه راز په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما، د اروپايي اتحاديې دفتر، د ناټو د ملکي استازي دفتر، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان، جنرال جان نيکولسن، هندوستان، پاکستان، چين، برېتاينا، ترکيې او يو شمېر نورو هېوادونو هم دغه بريد غندلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.