ايبک (پژواک، ٢ ورى ٩٦): د سږ کال په پسرلني کمپاين کې د سمنګان په ولسواليو او مرکز کې تر زر جريبه په زياته ځمکه کې مېوه لرونکي بېلابېل نیالګي اېښودل شوي دي.
د کرنې وزارت د مالدارۍ او بڼوالۍ ملي پروژې سرپرست محمد جعفر محسني د دغه مطلب د څرګندولو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو بڼونو پر جوړولو ١٠،٨ ميليون افغانۍ لګښت راغلى دى.
نوموړي څرګنده کړه، د دغو بڼونو نيمايي برخه پيسې يې د بزګرانو او پاتې نوره برخه يې د نړيوال بانک له لوري ورکول کېږي چې په ټوليز ډول په دې زر جريبه ځمکه ١٤٠زره نيالګي کرل کېږي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د دې زر جريبه ځمکې له جملې پر ٣١٥ جريبه د پستو زړي کرل شوي، پر ٣٢٧ جريبه د انګورو جاليان، پر ٢٦٣ جريبه ځمکه د مڼو نيالګي، پر ٤٥ جريبه د زردالو نيالګي، پر ٣٨ جريبه د ګيلاس نيالګي، پر ٣٤ جريبه ځمکه د شفتالو نيالګي او پر ٢٠ جريبه د ناک نيالګي اېښودل شوي دي.
هغه وويل، د دغو نيالګيو د ساتنې په موخه بزګرانو ته ٢٢زره متره سيمي جالۍ، د اوبو د زېرمو لپاره ٦٣ ټانکرونه او ٦٣ بنډل پايپونه هم ورکړل شوي دي.
ياد بڼوالان له دې اندازې مرستې خوشاله دي.
د سمنګان مرکز د خواجه غايب کلي يوه بڼوال چې د پستې درې کيلوګرامه تخم، ٤٠٠ متره جالۍ، د اوبو د ذخيرې يو ټانکر او يو بنډل پايپ ترلاسه کړى، وايي چې د پستې زړي يې په پنځه جريبه ځمکه د فني مامورينو له لارښونې سره سم کرلي دي.
هغه وويل: "د پستې کوم زړي چې د ياد پروګرام له لوري راته راکړل شوي؛ د وطني پستې په پرتله لوى و او هيله لرم چې ښه ساتنه ترې وکړم او له دې لارې ډېر حاصل ترلاسه کړم."
د کرنې او مالدارۍ رياست د ځنګلونو مدير محمد اصف قاسمي وايي، د کرنې وزارت له ١٣٨٨ لمريز کال راهيسې په هېواد کې په فني ډول د مېوو د باغونو د جوړولو لړۍ پيل کړې ده.
نوموړي وويل، په ياده موده کې په سمنګان ولايت کې د پستې، بادامو، انګورو، زردالو، ګيلاس، شفتالو او مڼو شاوخوا لس زره جريبه بڼونه جوړ کړي دي.
د کرنې وزرات چارواکي وايي، ټاکل شوې سږ کال د هېواد په کچه دوه ميليون نيالګي کېنوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن