ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

منګل:  سږ به ننګرهار کې د بزګرانو د پرمختګ کال وي

منګل: سږ به ننګرهار کې د بزګرانو د پرمختګ کال وي

author avatar
22 Mar 2018 - 17:24
منګل:  سږ به ننګرهار کې د بزګرانو د پرمختګ کال وي
author avatar
22 Mar 2018 - 17:24

جلال اباد (پژواک ۲ وری ۹۷): د ننګرهار والي وايي، نوی ۱۳۹۷ کال به په دغه ولايت کې د کروندګرو او بزګرانو لپاره د پرمختګ کال وي او د دوی کرنيزو حالاتو لپاره به د بازار موندنې په برخه کې ګټور ګامونه پورته شي.

محمد ګلاب منګل دا څرګندونې د وري په دويمه جلال اباد ښار کې د بزګر ورځې مېلې او جشن لمانځلو په لويه غونډه کې د وينا پرمهال وکړې.

په يادو مراسمو کې د بزګرانو، مالدارانو او د کرنيزې برخې کارکوونکو بېلابېلې ډلګۍ د ځانګړو کاليو، د بزګرۍ وسايلو او کورنيو حيواناتو سره د لوژ مخې ته تېر شول.

دغه راز ورزشکارانو له لوري بېلابېلې ورزشي نندارې، ملي اتڼونه او لوبې تر سره شوې، چې د مسئولينو او ګډونوالو له لوري يې ستاينه او هرکلی وشو.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مراسمو ګډونوالو ته د وينا پر مهال وويل، چې د زيارکښ بزګر د لاس په تڼاکو هېوادوالو ته غلې دانې، مېوې او سابه برابريږي او بايد مقام ته يې درناوی وشي.

ده په تېر کال کې په کرنيزه برخه کې د همکارو موسسسو له مرستو مننه وکړه، چې د زراعت د ودې او پرمختګ په برخه کې يې بېلابېلې مرستې کړي دي.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې په روان کال کې به په ياده برخه کې د مرستو لمن لا پراخه شي.
ده ژمنه وکړه، چې په دې ولايت کې به د کرنې او مالدارۍ پرمختګ په موخه ځانګړي اقدامات تر سره کړي.

د کرنې او مالدارۍ رئیس رفيع الله رحيمزي د تېر کال يو شمېر لاسته راوړنو ترڅنګ وويل، چې د دغه ولايت د  ۲۲ ولسواليو بزګرانو ته يې دوه سوه ميټريک ټنه اصلاح شوي تخمونه، ۸۹۰ مېرمنو ته شنې خونې او ۵۹۰ د چرګانو فارمونه جوړ کړي دي.

د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد وويل، چې په کرنيزه برخه کې شوې مرستې بايد په شفاف او عادلانه ډول بزګرانو ته ورکړل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د مزدورانو اتحاديې مشر ډاکټر لياقت عادل په دومره ښو مراسمو د بزګر د ورځې لمانځل ستايي او دغې خواريکښې طبقې ته د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.
هغه وايي، ټولو خواريکښو ته بايد دغه شان پاملرنه وشي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.