ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه سټیډیوم دروازې مخې ته ځانمرګي برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د لښکرګاه سټیډیوم دروازې مخې ته ځانمرګي برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
23 Mar 2018 - 09:25
د لښکرګاه سټیډیوم دروازې مخې ته ځانمرګي برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
23 Mar 2018 - 09:25

لښکرګاه (پژواک، ۳ وری ۹۷): د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې دسټیډیوم دروازې مخې ته د یوه موټر بم ځانمرګي برید له امله لسګونوکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د وري په ۳ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن ماښام مهال د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د غازي ایوب خان لوبغالي دروازې ته څېرمه د يو سراچه ډوله موټر په وسیله ځانمرګی برید وشو.

هغه زیاته کړه، چې په دې برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

ځواک وایي، چې په وژل شویو کسانو کې  تر ډېره ملکي وګړي، چې ماشومان هم پکې دي ، شامل دي.

ده وویل، چې بریدګر غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک موټر سره يو ځای لوبغالي ته ننوڅي، خو د تلاشي پوليسو پېژندلي او ډزې يې پرې پېل کړي، چې بريدګر چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د هغه په وینا، دنږدې کورونو ښیښې هم ماتې شوې او د عاموخلکو ۱۶ موټر هم ویجاړ شوي دي.

بلخوا د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپی وايي، چي په یاده پيښه کې ۴۰ ټپيان دي او ۱۰ نور وژل شوي دي.

هغه  زياته  کړه چې په قربانیانوکې  ملکي او نظاميان دواړه شامل دي.

 د ايمرجنسي روغتون روغتيايي کارکوونکي وايي چې ورته  ۴ جسدونه  او ۳۷ ټپيان ورته راوړل شوي دي.

د هلمند د عامي روغتيا رييس ډاکټر آمين الله عابد وايي بست روغتون او ايمرجنسي روغتون ته ټول ۴۵ ټپيان او ۱۳ مړي راوړل شوي چې ملکي او نظامي پکي شته.

تر اوسه ددې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.