ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت : ٧١وسله وال وژل شوي

ملي دفاع وزارت : ٧١وسله وال وژل شوي

author avatar
23 Mar 2018 - 14:30
ملي دفاع وزارت : ٧١وسله وال وژل شوي
author avatar
23 Mar 2018 - 14:30

کابل (پژواک،٣ورى ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د عملياتو پرمهال د ١٤داعشيانو په ګډون ٧١وسله وال وژل شوي، ٣٤ټپيان او څلور نور نيول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ساعتونو کې په  ننګرهار، کندهار، اروزګان،  زابل، فراه، بادغیس، فاریاب، جوزجان  او هلمند ولايتونو کې تر سره شوي دي.

سرچينه وايي چې د فارياب په پښتونکوټ، شرين تګاب او کوهستان ولسواليو کې ٤١ وسله وال وژل شوي، د دوو قوماندانانو په ګډون ١٧نور ټپيان شوي او يوه اندازه وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.دغه ارز د فراه په مرکز او بالابلوک ولسوالۍ کې د دوه طالب قوماندانانو په ګډون ٩وسله وال وژل شوي، دوه نيول شوي او دوه موټر سايکلونه يې له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې په ننګرهار ولايت په روداتو کې اته داعش وسله وال وژل شوي او ددوى يوه اندازه چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.  همدارنګه د اروزګان په مرکز خاص اروزګان کې اووه وسله وال وژل شوي او شپږتنه ټپيان شوي دي. دغه راز دوه تنه وسله وال په زابل کې هم ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.