ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې اته وسله وال طالبان وژل شوي

په فارياب کې اته وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
23 Mar 2018 - 11:33
په فارياب کې اته وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
23 Mar 2018 - 11:33

میمنه(پژواک، ۳ ورى۹۷): سرچينې وايي چې په فارياب ولايت کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور نيول شوي دي.

د فارياب د امنيه قوماندنۍ او ٢٠٩شاهين قول اردو له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوو خبرپاڼو کې راغلي چې دغه عمليات تېره ورځ د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

سرچينې وايي چې د پښتونکوټ په سرحوض سيمه کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو ځاى بمبار شوى او کومانډو ځواکونو له پوليسو او پاڅونوالو سره په ګډه په دغې سيمې کې عمليات کړي دي.

د خبرپاڼې په وينا چې په دغو عملياتو کې د يوه سرګروپ قاري عيسى په ګډون اته وسله وال وژل شوي او اووه نور ژوندي نيول شوي دي.   

سرچينه وايي چې امنيتي ځواکونو د يکه توت او سنګ زرد سيمې بېرته له وسله والو نيولې دي .

د سرحوض د سيمې يوه طالب قوماندان پژواک ته وويل، هوايي بريد په هغه کور شوى چې وسله وال طالبان په کې راټول شوي و.

هغه وويل چې په دې بريد کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

يوبلې سرچينې وويل چې په دې هوايي بريد کې د ناټو ځواکونو هم ونډه درلوده .

د سرحوض په سيمه کې ١٠٠کومانډو او ٢٠٠ پاڅونوال د وسله والوطالبانو له خوا محاصره دي چې د خلاصون په موخه يې درې ورځ مخکې په بغلان کې خلکو لاريون وکړ او له حکومت څخه يې وغوښتل چې دغه سرتېري له محاصرې خلاص کړي . 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.