کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٧ ) : د بهرينو چارو وزارت يو تن لوړ پوړى چارواکى نجيب فهيم له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزير په توګه ټاکل شوى دى.
نوموړى د ولسمشر اشرف غني د١٣٩٧ لمرزي کال د لومړۍ ګڼه فرمان له مخې ټاکل شوى او ولسمشر هغه ته په چارو کې د بريا دعا کړې ده.
د ملي يووالي حکومت يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د وري په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نجيب فهيم تر اوسه پورې د بهرنيو چارو وزارت د حقوقي تعديلاتو د رييس په توګه دنده ترسره کوله.
سرچينې زياته کړې،هغه د حکومت او د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور ترمنځ د تړون له مخې، د نور له خوا دې څوکۍ ته معرفي شوى دى.
ددغه تړون له مخې، عطاء محمد نور له ولايت څخه لاس په سر شو او ويل کېږي چې حکومت هغه ته دوه وزارتونه، سفارتونه او ځينې معينيتونه ورکړي دي.
تر دې مخکې ويس احمد برمک له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزير په توګه دنده ترسره کوله، خو له کله راهيسې چې هغه د کورنيو چارو وزير په توګه ټاکل شوى؛ نو دا څوکۍ خالي وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن