د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هلمند بريد کې ١٦ تنه وژل شوي او٥٢ نور ټپيان دي

د هلمند بريد کې ١٦ تنه وژل شوي او٥٢ نور ټپيان دي

Mar 24, 2018 - 14:21

تعقيبى- لښکرګاه (پژواک، ۴وری۹۷): ځايي چارواکي وايي چې د هلمند ولايت د تېرې شپې په ځانمرګي بريد کې ١٦ تنه وژل شوي او ٥٢ نور ټپيان دي.

د موټر په وسيله دغه ځانمرګى بريد پرون تر ماښام وروسته د لښکرګاه ښار د لوبغالي په دروازه کې هغه مهال وشو چې هلته د غېږ نيونې سيالۍ روانې وې.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک ويلى و چې په دې پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۵ تنه ټپيان دي، خو د لښکرګاه روغتيايي مسوولين وايي چې روغتونونو ته ١٦ جسدونه او ٥٢ ټپيان ور وړل شوي دي.

د والي وياند وايي،د يادې پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي چې د غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې د غېږ نيونې سياليو نندارې ته راټول شوي وو.

هلمند د سپورټ او لوبو امر محمود نورزي پژواک ته وويل چې د تېر ماښام په پېښه کې د فراه ولايت  د غېږ نيونې يو پهلوان عبدالعزيز ټپي شوى دى.

د هغه په وينا، يو بل سپين ږيرى چې له فراه څخه له پهلوانانو سره راغلى و، په دې پېښه کې وژل شوى دى.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک هم د یو پهلوان ټپي کېدل تایید کړل او ويې ويل چې نوموړی له فراه  څخه هلمند  ته  د سياليو لپاره  راغلی و.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار صافي وویل، چاودنه  په داسې حال شوې چې د موټر بم  موټر چلوونکي غوښتل، لوبغالي ته ننوځي خو کله چې يې مسوول کسان مخنيوى کوي، ځانته يې چاودنه ورکړې ده.

خو يوه بله سرچینه وايي چې په دې پېښه کې هغه دوه  عسکر وژل شوي چې  لوبغالي ته يې د موټر د تلو مخه نیولې وه.

د محمد داوود په نامه يو تن عيني شاهد پژواک ته وويل، پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه، چې خلک لوبغالي ته د ننوتلو په حال کې وو.

د هغه په وينا،که چېرې په دروازه کې يې مخه نه واى نيول شوې او دننه يې چاودنه کړې واى، نو لسګونو کسانو ته به مرګ ژبله اوښتې واى.

ددې پېښې مسوولیت تر اوسه  کومې  ډلې نه دى منلى .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement