ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزى: پاى لوبه کې به ويسټ انډيز تر فشار لاندې وي

ستانکزى: پاى لوبه کې به ويسټ انډيز تر فشار لاندې وي

author avatar
24 Mar 2018 - 18:20
ستانکزى: پاى لوبه کې به ويسټ انډيز تر فشار لاندې وي
author avatar
24 Mar 2018 - 18:20

کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٧) : د کرکټ ملي لوبډلمشر اصغر ستانکزى وايي چې دوى به له هر ډول فشار پرته د ويسټ انډيز پر وړاندى پاى لوبې ته ځي او د سياليو اتلولي به ګټي.

د افغانستان  او ويسټ انډيز لوبډلې د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي سياليو چې په زمبابوې کې روانې دې، پاى لوبې ته وتلې دي.

دواړو لوبډلو نړيوال جام ته لاره موندلې ده.

د افغانستان او ويسټ انډيز لوبډلو لوبډلمشرانو اصغر ستانکزى او جيسون هولډر نن د وري په ٤مه، د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د سبانۍ پاى لوبې په اړه څرګندونې وکړې.

اصغر ستانکزي وويل چې د دوى لپاره هره لوبه مهمه وي، خو سبانۍ پاى لوبه دده د کرکټ د تاريخ تر ټولو مهمه لوبه ده.

هغه زياته کړه : ” په دې سياليو کې ډېرو مهمو لوبـډلو برخه اخيستې وه او که ددې سياليو پاى لوبه وګټو او کپ ترلاسه کړو، دا به غټه لاسته راوړنه وي. “

د نوموړي په وينا، که څه هم ويسټ انډيز ډېره پياوړې لوبـډله ده، په وروستيو درېيو يو ورځنيو لوبو کې يې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړې؛ نو دغه لوبـډله ترفشار لاندې ده.

ستانکزى وايي : ” زموږ اصلي موخه نړيوال جام ته لار موندل وو او هغه مو ترلاسه کړې؛ نو سبانۍ لوبې لپاره له کوم فشار پرته ميدان ته ځو، هڅه کوو چې  ښه او مثبته لوبه وکړو او کپ وګټو. “

د کرکټ ملي لوبډلمشر وايي چې هېواد وال يې ترې ددې سياليو کپ ګټل غواړي او دوى به تر وروستي بريده هڅه کوي چې د خپلو هېوادوالو په دعاګانو دا کپ وګټي.

اصغر ستانکزي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د توپوهنې په برخه کې يې په تېرو سياليو کې ځينې ستونزې لرلې، خو په وروستيو دوو لوبو کې يې دا ستونزه هم تر ډېره بريده هواره شوې.

هغه زياته کړه چې لوبـډله يې په توپ اچونه کې نوم لري او د نړۍ پياوړي توپ اچوونکي ورسره دي.

نوموړي ددې سياليو په لومړي پړاو کې د پرله پسې درېيو ماتو په اړه وويل چې ناڅاپه دده ناروغه کېدل او بيا داپنډکس جراحي عمليات ترسره کول لوبـډله تر فشار لاندې راوستله.

ستانکزى وايي : ” په ميدان کې د تجربې کموالى ددې لامل شو چې ځينې لوبې مو بايلودې، خو ټولو لوبغاړو خپلې هڅې وکړې، ځکه هېڅ لوبغاړى نه غواړي چې لوبه دې بايلي. “

اصغر په سبانۍ لوبه کې د ګډون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې ٥٠ سلنه ښه دى او که تر سبا پورې همداسې و، نو ميدان ته به ودانګي.

نوموړى وايي : ” زموږ حالت خراب و، ځکه مې په خپله لوبه وکړه، زما ټپونه اوس هم تازه دي، خو کله چې د هېواد خبره وي، نو بيا د ټپونو پروا نه وي.

د ويسټ انډيز کپتان يا لوبډلمشر جيسون هولډر نن يوې خبري غونډې ته وويل چې ددې کپ ګټلو لپاره دوى ښه چانس لري، تر اوسه يې ځينې ښې لوبې کړي او نړيوال جام ته يې هم لاره موندلې ده.

هغه زياته کړې : ” خو په توپ وهنه او توپ اچونه کې ځينې ستونزې لرو، هڅه کوو چې دا ستونزې هوارې کړو او له دې ځايه له کپ سره ولاړ شو. “

د کرکټ نړيوالې شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يکشنبې ورځې پاى لوبه د ځينو دليلونو له امله ډېره مهمه او تاريخي ده.

ويسټ انډيز چې تر اوسه دوه ځلې يې د يو ورځني کرکټ نړيواله اتلولي ګټلي، خو په دې سياليو کې يې دوه ځلې له افغانستان څخه ماتې خوړلې او د بدل اخيستلو په تکل دي.

سرچينې زياته کړې، دغه راز راشد خان په کرکټ کې د نوي نړيوال ريکارډ جوړولو لپاره يواځې يوې ويکټې ته اړتيا لري، هغه تر اوسه په ٤٢ يو ورځنيو لوبو کې ٩٩ لوبغاړي سوځولي او يوې ويکټې ترلاسه کولو سره به هغه د نړۍ لومړى لوبغاړى شي چې په کمو لوبو کې ١٠٠ ويکټې ترلاسه کوي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.