جلال اباد (پژواک، ۴ وری ۹۷): ځايي چارواکي وايي چې د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله د ۱۲ بهرنيانو په ګډون ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شېرين اقا فقيري د وري په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون بهرنيو ځواکونو د هسکې مېنې ولسوالۍ اوغز او مهترخان سيمو کې پر داعش ډلې د بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي دي.
هغه وايي، د يادو بريدونو پرمهال ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي چې ۱۲ تنه يې بهرنيان دي، خو ددوى هويت نه دى په ډاګه شوى چې د کوم هېواد اوسېدونکي وو.
تېره ورځ هم ملي اردو ننګرهار کې د داعش وسله والو د وژلو دعوه کړې وه، خو دغې ډلې تر دې مهاله د دغو دواړو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.
د يو بل خبر له مخې، په بغلان ولايت کې د طالبانو مشهور سرګروپ قاري منصور چې ديوې ۲۵ کسيزې ډلې مشري يې پرغاړه وه، تېره شپه د طالبانو تر واک لاندې سيمه شهاب الدين کې وژل شوی دی .
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع پژواک اژانس ته وويل چې هغه د خپلو ملګرو له خوا وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، قاري منصور د طالبانو تر واک لاندې سيمه کې وژل شوی، ځينې وايي چې د خپل ساتونکي او ځينې نور وايي چې د يو مېلمه له خوا وژل شوى دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، طالبانو د هغه د وژلو په تور څلور طالبان نيولي دي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن