جلال اباد (پژواک، ٤ ورى ٩٧) : د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له لوري په دغه ولایت کې د پوهنې د ملاتړ صندوق په رسمي ډول پرانېستل شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د والي په ګډون ګڼ شمېر چارواکو نن ددې صندوق د پرانېستلو پر مهال خپلې مرستې په کې واچولې.
والي د یاد صندوق د پرانېستې پر مهال وویل چې په دغه ولایت کې نږدې پنځه سوه ښوونځي ودانۍ نه لري او لازمه ده چې د حکومت د بودیجې په ګډون له بېلابېلو لارو څخه د یاد ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شي.
نوموړي زیاته کړه، د ولسمشر له لوري روان کال د پوهنې د پیاوړتیا په نوم نومول شوی او په دې ولایت کې د نورو لارو چارو ترڅنګ به د یاد صندوق له لارې هم د پوهنې ادارې مالي ملاتړ ترسره شي .
منګل د ننګرهار پر ټولو وګړو غږ وکړ چې د پوهنې ادارې د مالي ملاتړ صندوق د پیاوړتیا په موخه د پوهنې ریاست سره مرسته وکړي او د پوهنې ادارې ته یې سپارښتنه وکړه چې د جوړ شوي پلان له مخې د صندوق بودیجه په شفاف ډول مصرف کړي.
د پوهنې رييس حسیب الله شینواري وویل چې له دې صندوق سره نغدي مرستې به په شفافه ډول د منظم پلان له مخې د پوهنیز بهیر د پيا وړتیا په موخه مصرف شي .
مدني فعال عمران الله کاکړ ددغه اقدام ستاينه وکړه خو ټينګار يې وکړ چې ددې صندوق پيسې په شفاف ډول مصرف شي.
هغه پژواک ته وويل چې پخوا هم دا ډول صندوقونه پرانېستل شوي، خو بيا يې په ګټه څوک نه دي پوه شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن