ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر ۱۳۹۷ له پوهنې څخه د ملاتړ کال اعلان کړ

ولسمشر ۱۳۹۷ له پوهنې څخه د ملاتړ کال اعلان کړ

author avatar
24 Mar 2018 - 18:03
ولسمشر ۱۳۹۷ له پوهنې څخه د ملاتړ کال اعلان کړ
author avatar
24 Mar 2018 - 18:03

کابل(پژواک،۴وری۹۷):ولسمشر ۱۳۹۷ کال له پوهنې څخه د ملاتړ کال اعلان کړ او د پوهنې بېلابېلو برخو ته يې پر پاملرنې د ټينګار تر څنګ پر مسلکي او غير سياسي ادارې د پوهنې وزارت بدلول د حکومت لومړيتوب وباله.

نن د کابل په اماني لېسه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د مکتب زنګ په وهلو سره په رسمي توګه نوی تعليمي کال پيل شو او ولسمشر له هغه نندارتون څخه هم ليدنه وکړه چې د کابل ښار د بېلا بېلو ښوونځيو د زده کوونکو له خوا جوړ شوي وسايل  په کې نندارې ته اېښودل شوي وو.

غني وويل چې په تېرو کلونو کې،ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختګونه شوي او د ښوونکو او زده کوونکو شمېر هم زيات شوی دی، خو د ښوونې او روزنې کيفيت لا هم ډېر ټيټ دی.

نوموړي زياته کړه چې لا هم په هېواد کې ۵۰سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، نيمايي ښوونکي ټيټ ښوونيز معيارونه نه شي بشپړولی، د ښوونځي پر شرايطو برابر ۳.۵ميليون ماشومان له تعليم څخه بې برخې دي او په ټول هېواد کې شاوخوا زر ښوونځي تړلي دي.

غني وويل:" د افغانستان د ولسمشر په توګه غواړم له خپل درانه ملت سره د هېواد له پوهنې څخه د ملاتړ په برخه کې نوي نوښتونه شريک کړم. لومړی ۱۳۹۷کال د هېواد له پوهنې څخه د ملاتړ کال اعلانوم او په دې کال کې له پوهنې څخه د ملاتړ له امله، مهم پيغامونه لرم."

ولسمشر اړونده وزارتونو ته سپارښتنه وکړه چې له پوهنې سره دې هر اړخيزه همکاري ولري او پوهنې ته دې د خپلو پروګرامونو په سر کې ځای ورکړي.

هغه زياته کړي چې په راتلوونکو دوو کلونو کې د شپږ زره ودانيو د جوړېدو لپاره،دوه سوه ميليون امريکايي ډالره بوديجه په پام کې نيول شوې او ټولو اړونده ادارو ته ويل شوي چې په شپږو اوونيو کې دې ټولو هغو ښوونځيو ته ځمکې پيدا کړي چې تر اوسه ځمکې نه لري.

د ولسمشر په وينا، د پوهنې وزارت په تېرو دوو کلونو کې د خلکو له خوا د ۱۳۳۰جريبه ځمکې مرسته ترلاسه کړې.

غني وويل:" پر ملت غوږ کوم، هماغه ډول چې د څه باندې ۱۶۰زره ډېرو جوماتونو د جوړولو لپاره مو خپله ديني فريضه ادا کړه، همداسې د ښوونځيو د جوړولو لپاره د ځمکې برابرولو په برخه کې خپله ديني فريضه ادا کړئ او د الهي رحمت او ثواب ترلاسه کولو لپاره بېړه وکړئ."

نوموړي زياته کړه چې د کابينې له دستور سره سم يې د هېواد د پوهنې وزارت د ښوونکو د رتبو او معاشونو کړنلاره برابره کړې چې په رسمي جريده کې يې په خپرېدو سره نافذېږي او د ۱۳۹۷ کال د زمري تر ۲۷مې پورې به ډېر شمېر ښوونکي د قانوني ميعادونو په بشپړېدو سره له دغه امتياز څخه ګټه پورته کړي.

ولسمشر وويل چې د حکومت له خوا د ښوونکو لپاره د سيمه ييزو معاشونو پر طرحې هم بحث روان دی.

نوموړي وويل، پرېکړه يې کړې چې بايد د ښوونکو د استخدام بهير د اداري اصلاحاتو کمېسيون له خوا ترسره شي او د ښوونکو د ګومارنې لپاره د بډې ورکولو کلتور نه يوازې د منلو نه دی، بلکې د جزا وړ دى .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.