ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو شمېر څلورو ته لوړ شو

په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو شمېر څلورو ته لوړ شو

author avatar
24 Mar 2018 - 15:52
په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو شمېر څلورو ته لوړ شو
author avatar
24 Mar 2018 - 15:52

کندهار (پژواک، ۴ وری ۹۷): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یوه بله پېښه ثبت شوې او له دې سره په روان کال کې په همدې ولایت کې د پولیو د پېښو شمېر څلورو ته لوړ شو.

تر دې وړاندې یوه پېښه په سپین بولدک او دوه پېښې په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې وې.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، د پولیو تازه پېښه د دغه ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په باغکې سیمه کې ثبت شوې ده.

هغه زیاته کړه، د پولیو په ناروغۍ اخته شوی ماشوم نهه میاشتې عمر لري چې لامل یې په دغه  ولسوالۍ کې پر واکسناسیون بندیز دی.

د نوموړي په وينا، دا په روان ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پولیو څلورمه پېښه ده چې په کندهار ولایت کې رامنځته کېږي.

په خاکرېز ولسوالۍ کې د پولیو دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې څو ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ په ګاونډ شاولیکوټ ولسوالۍ کې هم د پولیو یوه پېښه ثبت شوې وه.

د ډاکټر نصرت په خبره، دلته د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو زیاتېدل د خطر زنګ دی.

نوموړي د کندهار شاولیکوټ، میانشین، خاکرېز، نېش او غورک ولسوالۍ یادې کړې چې له تېرو اتو نهو میاشتو راهیسې په کې د پولیو د واکسین کمپاین نه و شوی چې له امله یې تر ټولو ډېرې پېښې په شاولیکوټ کې رامنځته شوې دي.

خو دی وايي چې اوسمهال له خاکرېز پرته په ټولو ولسوالیو کې د پولیو د واکسیناسیون کمپاین پلی کېږي.

ده خبر ورکړ چې په دې اړه د سیمې د مخورو په وساطت له وسله والو سره خبرې شوې دي او تمه ده چې په خاکرېز کې به هم د پولیو د واکسیناسیون د پلي کېدو اجازه تر لاسه کړي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا هم وايي چې وسله والو مخالفینو په یو شمېر ولسوالیو کې د پولیو کمپاین ته اجازه نه ورکوله، خوله ډېرو اړیکو، خبرو او هڅو وروسته یې په دغو ولسوالیو کې د پولیو د کمپاین اجازه تر لاسه کړې ده.

نوموړى له دولتي چارواکو، وسله والو مخالفینو او خلکو غواړي چې په ګډه لاس سره ورکړي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسول شي او ژوند یې له خطر څخه وژغورل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.