ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار پوهنتون کې د لس ميليونه ډالرو په لګښت ګڼې پروژې تر کار لاندې دي

ننګرهار پوهنتون کې د لس ميليونه ډالرو په لګښت ګڼې پروژې تر کار لاندې دي

author avatar
25 Mar 2018 - 12:36
ننګرهار پوهنتون کې د لس ميليونه ډالرو په لګښت ګڼې پروژې تر کار لاندې دي
author avatar
25 Mar 2018 - 12:36

جلال اباد (پژواک، ۵ وری ۹۷): د ننګرهار پوهنتون مسوولين وايي، په دغه پوهنتون کې تر پخوا ډېر رغنيز کارونه پيل شوي او پوهنتون ته يوه نوې او ښکلې بڼه ورکړل شوې او لا هم د دې برخې د لا پراختیا هڅې روانې دي.

دوی وايي، په تېرو دوو کلونو کې دغلته د ۲۵ ميليونه افغاني په ارزښت رغنيزې چارې بشپړې شوې او لا هم د ۱۰ ميليونه ډالرو په لګښت ګڼې رغنيزې چارې روانې دي.

په دغو ټولو کې مهمه هغه يې د اقتصاد پوهنځي د ودانۍ د کار پیل دی چې له څه مودې راهيسې د يو شمېر استادانو له خوا يې د کار مخنيوی کېده.

ياده ودانۍ په هغه ځای کې جوړېږي چې ځينو استادانو په کې خپلسري کورونه درلودل او د پوهنتون د نقشې له مخې بايد هلته د اقتصاد پوهنځي ودانۍ ورغول شي.

د پوهنتون محصلين هم خوښ دي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې پوهنتون خپله پخوانۍ او زړه بڼه بدله کړې او په يو ښکلي او نوي پوهنتون د بدلېدو په حال کې دی.

دوی وايي، پخوا د ډېرو پوهنځيو ودانۍ زړې وې؛ خو اوس يې ځينو ته د نوو ودانيو جوړولو چارې پيل شوې، ځينو ته يې نوې ودانۍ ورغول شوې او د نورو پوهنځيو موجوده ودانۍ رنګ شوې چې ورسره پوهنتون هم ډېر ښکلی شوی دی.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهنوال ببرک مياخېل له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې دغلته د بيارغونې کارونه په چټکۍ سره روان کړي دي.

هغه  زياته کړه، تېر کال ورته د لوړو زده کړو وزارت ١١،٥  ميليونه افغانۍ د پوهنتون د ترميم او بيارغونې لپاره په دې شرط منظور کړې، که يې مصرف کړې؛ نو بل کال به ورته تر هغې زياتې پيسې منظور کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دوی هغه پيسې پر خپل وخت او مناسبو ځايونو ترميم مصرف کړې چې سږ کال يې بيا هم ورته ١٣،٥ ميليونه افغانۍ منظور کړې او دوی پرې د بيارغونې کارونه پيل کړي دي.

پوهنوال مياخېل زياتوي، په دغو پيسو باندې د بېلابېلو ودانيو ترميم او رنګول، د څښاک د اوبو سيستمونو رغونه او د پوهنتون د تزئیني چارو ترسره کول شامل دي.

نوموړی دغه راز وايي چې اوس هم په پوهنتون کې د لس ميليونه ډالرو په لګښت رغنيزې چارې پيل شوې چې تر ټولو مهمه يې د اقتصاد پوهنځي ودانۍ ده، چې ځينو استادانو يې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي وو.

هغه وايي، د نقشې له مخې چې ياده ودانۍ کوم ځای کې جوړېده، هلته د ځينو استادانو کورونه موجود وو او اجازه يې نه ورکوله، خو د دوی د هلو ځلو په پايله کې هغوی ځای پرېښودو ته اړ شول او اوس يې کارونه پيل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.