ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د سولې لپاره د پرلت خېمه درول شوې

هلمند کې د سولې لپاره د پرلت خېمه درول شوې

author avatar
25 Mar 2018 - 12:10
هلمند کې د سولې لپاره د پرلت خېمه درول شوې
author avatar
25 Mar 2018 - 12:10

لښکرګاه (پژواک، ٥ ورى ٩٧): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يو شمېر ځوانانو له طالبانو د سولې غوښتنې په موخه اعتراضي خېمه درولې ده.

دغه خېمه د قيس هاشمي په نوم يو کس وروسته له هغه ودروله چې وړمه ورځ په لښکرګاه کې ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې ١٦ کسان ووژل شول او ٥٥ نور ټپيان وو.

دغه خېمه د یاد بريد پر ځاى درول شوې چې د لومړي ځل لپاره قيس هاشمي او دوه کوچني زامن يې په کې ناست وو خو وروسته يې د ملګرو شمېر ډېر شو.

هاشمي پژواک ته وويل چې د تېرې ورځې په بريد کې د دوى د کورنۍ څوک نه دي وژل شوي خو د عدالت غوښتنې په موخه يې دغه خېمه درولې ده.

هغه وويل: ((د خېمې د کرايې لپاره مې مور پيسې راکړې او خپل دوه واړه زامن مې چې عمرونه يې تر اتو کلونو ټيټ دي، ملګري کړل او تر هغو به د سولې غوښتنه کوو، څو د سولې لپاره ډاډ راکړل شي.))

د نوموړي په وينا، خلک د نا امنۍ له امله جومات ته نه شي تللى، فاتحه او جنازه خو خلکو ته ښکاره مرګ ښکاري نو د دې ستونزو د حل لپاره بايد يوه اساسي چاره وسنجول شي.

د هاشمي د حرکت يو ملاتړ کوونکي پاچا خان مولاداد پژواک ته وويل چې دا يو غير رسمي او له سياست څخه جلا حرکت دى.

هغه وايي: ((که اړتيا پيدا شوه نو موږ به د طالبانو کورونو ته هم ورشو او د سولې غږ به پرې وکړو.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پرون يې په پنځو جنازو کې ګډون کړى چې درې يې ماشومان وو.

هغه زياته کړه: ((زه له طالبانو غواړم چې نور پر ملت زړه وسوځوي او د جګړې پر ځاى سوله وکړي او خپلې غوښتنې مطرح کړي.))

دغه راز د دغه حرکت يو بل ملاتړ کوونکي ډاکټر محمد داوود درمان وويل: ((موږ هېڅ خوندي نه يو، په مسجد، فاتحه او مېله کې وژل کېږو، اخر زموږ ګناه څه ده، دغه ډول بريدونه د څه او د چا د ګټو لپاره کېږي.))

ده وويل، که طالبان ملکي خلک وژني نو دوى پرته له امنيتي تدابيرو خېمه درولې دوى دې هم و وژني کنه سوله دې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.