ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې يوه ځوانه نجلۍ پر ډزو وژل شوې

په بدخشان کې يوه ځوانه نجلۍ پر ډزو وژل شوې

author avatar
25 Mar 2018 - 16:37
په بدخشان کې يوه ځوانه نجلۍ پر ډزو وژل شوې
author avatar
25 Mar 2018 - 16:37

فيض اباد(پژواک، ٥ ورى ٩٧): د بدخشان ولايت ځايي سرچينې وايي چې ددغه ولايت په ارغنجخواه ولسوالۍ کې يوه ٢٦کلنه نجلۍ د يوه ځايي طالب قوماندان له لوري پر ډزو وژل شوې ده.

د بدخشان امنيې قوماندانۍ وياند ثناءالله روحاني وويل چې پېښه تېره شپه د ارغنجخواه ولسوالۍ په حوران شهر کلي کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې وژل شوې نجلۍ قربان بي بي نومېده او کورنۍ يې د ملا يعقوب په نوم يوه طالب قوماندان ته کوژده کړې وه، خو نجلۍ له دې کوژدې سره مخالفت وکړ چې له امله يې ملا يعقوب تېره شپه لس بجې دغه نجلۍ له کوره اېستلې او د طالبانو تر حاکميت لاندې سيمه کې يې پر ډزو وژلې ده.

د ارغنجخواه ولسوال رستم راغي وويل چې د دې ولسوالۍ په حوران شهر او ځينو نورو لرې پرتو سيمو کې چې له نا امنو ولسواليو سره تړلې، اکثره طالبان د شپې له خوا سيمې ته را ښکته کېږي او د ملکي وګړو د ځورنې لامل ګرځي.

نوموړي زياته کړه چې دغه نجلۍ هم تېره شپه د طالب ډلمشر ملا يعقوب له لوري پر ډزو وژل شوې ده.

خو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ځايي سرچينو په خبره، په ١٣٩٦لمريز کال کې د بدخشان په بېلابېلو ولسواليو کې ١٣ ښځې وژل شوې چې له دې ډلې يې اته قتلونه د دولت او پاتې د طالبانو د حاکميت ساحه کې رامنځته شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.