کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٧): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي، د سيد اسحاق ګيلاني هغه څرګندونې چې ګواکې هندوستان د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي؛ د ملي ګټو خلاف بولي او د هغه د دغو څرګندونو د تعقيب غوښتنه يې کړې ده.
د ولسي جرګې پخوانى غړى او د ملي يووالي نهضت مشر سيد اسحاق ګيلاني څو ورځې وړاندې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ويلي: "دا چې هندوستان د افغانستان اردو استعمالوي او د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد ګټه اخلي او په دې کې کوم شک نشته؛ دوى دا کار کوي."
د ګيلاني دغو خبرو د مشرانو جرګې د غړو غوسه راپارولې ده.
مشرانو جرګه کې د خوست استازي انارکلي هنريار د ګيلاني د څرګندونو د غندلو ترڅنګ وويل، د افغانستان له خاورې هيڅکله هم د پاکستان او يا بل هېواد پر وړاندې ناوړه ګټه نه ده پورته شوې.
د مشرانو جرګې يوې بلې غړې فوزيه سادات څمکنۍ د ګيلاني خبرې د تاسف وړ او د ملي ګټو خلاف وبللې او د هېواد له عدلي او قضايي ارګانونو څخه يې د دغو خبرو د تعقيب غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې يوه بل غړي جمعه الدين ګيانوال هم وويل: "ګيلاني د افغانستان دښمن دى، امنيتي سکټور ته وړانديز کوم او له ولسمشره غواړم چې ګيلاني بايد ونيول شي."
د جرګې غړي رحمت الله اڅکزي هم وويل: "ګيلاني د اى اس اى اجنټ دى او بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي."
د جرګې يو شمېر نورو غړو هم د ګيلاني پر څرګندونو د نيوکې ترڅنګ وويل، حکومت بايد دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل: "ګيلاني د ملي ګټو او د هېواد د قوانينو خلاف څرګندونې کړې، له امنيتي سکتورڅخه هيله کوم چې بايد له هغه څېړنې وکړي او له ولسمشر صاحب هم غوښتنه کوم چې په دې اړه بايد جدي واوسي، څو په راتلونکي کې کوم بل څوک ورته جرئت ونه کړي."
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو څو ځلې په ټينګار سره ويلي چې هيچا ته هم د افغانستان له خاورې د ناوړه ګټې اخيستو اجازه نه ورکوي.
د يادولو ده چې د هېواد د ملي امنيت د يوې سرچينې په وينا، اسحاق ګيلاني به د يادو څرګندونو په تړاو د هېواد عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د ملي محاذ ګوند مشر او د سيد اسحاق ګيلاني د تره زوى سيد حامد ګيلاني هم د افغانستان چارواکو د څرګندونو خلاف ويلي و چې د طالبانو مشران په افغانستان کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن