ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دشت ارچي ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو پر دوو ښځو جنسي تېرى کړى

دشت ارچي ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو پر دوو ښځو جنسي تېرى کړى

author avatar
25 Mar 2018 - 12:40
دشت ارچي ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو پر دوو ښځو جنسي تېرى کړى
author avatar
25 Mar 2018 - 12:40

کندوزښار(پژواک،٥ورى٩٧): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې څو تنه سيمه ييزو پوليسو د يوې کورنۍ پر دوو ښځو جنسي تېرى کړى دى.

د دشت ارچي ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي اسماعيل د وري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه اووه نيمې بجې متين، سي و يک او يو بل ملګرى يې چې سيمه ييز پوليس دي، د دوى کورته ورغلي وو.

هغه وايي: ((کورته ننوتل، زما او زما د باجه لاسونه يې وتړل او وروسته يې زما پر ښځې او خوښنې جنسى تېرى وکړ.))

دغه راز د عبدالباقي په نوم يو بل کس پژواک ته وويل: (( زه هم له خپل نږور او زوى سره د اسماعيل په کور کې مېلمه وم، چې دغه سيمه ييز پوليس کورته را ننوتل.))

د هغه د معلوماتو له مخې، يادو سيمه ييزو پوليسو نارينه يوې او ښځې يې بلې خونې کې اچولي وو.

ده وويل: (( له اووه نيمو څخه د شپې تر ١١ بجو له ښځو سره په يوه کوټه کې وو له هغه وروسته را ووتل موږ يې بل ځاى ته بوتلو او له خپلو نورو ملګرو سره بېرته بيا راغلي او جنسي تېري کړي دي.))

د هغه په وينا، تر سهار يې د دوى پر ښځو ډله ييز جنسى تېرى کړى او اوس دوى له حکومت څخه  عدالت غواړي.

د عبدالباقي په خبره چې دغو سيمه ييزو پوليسو د دوى له کور څخه ټوپک، سره زر او پيسې هم وړي دي.

بل لورته د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي هم دغه موضوع تاييدوي او وايي چې سيمه ييزو پوليسو په دشت ارچي کې د يوې کورنۍ پر دوو ښځو جنسى تېرى کړى دى.

هغه وايي چې د دې پېښې په تور تر اوسه درې سيمه ييز پوليس نيول شوي او قضيه تر څېړنې لاندې ده.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د بېلابېلو سيمو خلکو سيمه ييز پوليس پر وژنو او وسله والو غلاوو تورن کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.