ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د راشد خان په نړيوالو ريکارډونو کې يو بل هم زيات شو

د راشد خان په نړيوالو ريکارډونو کې يو بل هم زيات شو

author avatar
25 Mar 2018 - 16:50
د راشد خان په نړيوالو ريکارډونو کې يو بل هم زيات شو
author avatar
25 Mar 2018 - 16:50

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٧) : د کرکټ ملي لوبغاړي راشدخان په کمو لوبو کې د سلو لوبغاړو په سوځولو سره بل نړيوال ريکارډ جوړ کړ .

راشد خان دغه کارنامه نن د وري په ٥مه، د زمبابوې په هرارې ښار کې د ويسټ انډيز پر وړاندې د کرکټ د نړيوال جام غوراوي سياليو په پاى لوبه کې د ويسټ انډيزي لوبغاړي هوپ سوځولو سره ترسره کړه.

راشد خان د نړيوال يوه ورځني کرکت په ٤٤ لوبو کې ١٠٠ لوبغاړي وسوځول او دا ريکارډ يې جوړ کړ، تر دې مخکې دا ريکاډ د استراليا مچل سټارک سره و، چاچې په ٥٢ لوبو کې ١٠٠ لوبغاړي سوځولي وو.

دغه راز د پاکستان ثقلين مشتاق په ٥٣ لوبو، د نيوزيلينډ شان بونډ په ٥٤ لوبو او د استراليا تېز توپ اچوونکي برېت لي په ٥٥ لوبو کې سل لوبغاړي سوځولي وو.

راشد خان د نړۍ او افغانستان لومړنی توپ اچوونکی شو چې په کمو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۱۰۰ کسان سوځوي.

هغه تر دې مخکې څو نور نړيوال ريکارډونه هم جوړ کړي دي، هغه په کم عمرۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبډلمشر پر ټاکل کېدو هم نړيوال ريکارډ جوړ کړى دى.

راشد خان دا مهال د نړيوالو يو ورځنيو او شل اووريزو سياليو د توپ اچونې په برخه کې لومړى مقام لري، چې په کم عمر کې دغه مقام ترلاسه کوونکى لوبغاړى دى او دا هم يو نړيوال ريکارډ دى.

راشد خان په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې ښه او غوره توپ اچونه هم د ويسټ انډيز خلاف کړې وه او د ١٨ منډو په بدل کې يې اووه لوبغاړي سوځولي وو.

د کرکټ لوبې مبصر او د لوبه سپورټي موسسې مشر رحيم ګل څاروان پژواک اژانس ته وويل چې داسې لوبغاړي په نړۍ کې ډېر کم پيدا کېږي.

د څاروان په وينا، راشد خان اوس لا ١٩ کلن دى، هغه به  نور ډېر کرکټ  هم کوي او ډېر نور نړيوال ريکارډونه به هم جوړوي.

راشدخان د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکى دى، هغه د ١٩٩٨ زېږديز کال د ستمبر په ٢٠ مه زېږېدلى او  شاوخوا ١٩ کلن دى.

نوموړى لومړى د کوچيانو په لوبډله کې ولوبېده او وروسته بيا د هېواد  ١٩ کلنو لوبډلې ته يې لاره پيدا کړه او له تېرو درېيو کلونو راهيسې په ملي لوبډله کې لوبيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.